تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱) د افغانستان او پاکستان ترمنځ را روانې یو ورځنۍ لوبلړۍ ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.
د پاکستان د اطلاعات وزیر فواد چوهدري په یوه ټوېت پیغام کې ویلي، چې د افغانستان کرکټ لوبغاړو ته يې وېزې وکړې او ژر به دوی سرېلانکا ته سفر وکړي.
پاکستان نے افغانستان کی کرکٹ ٹیم کو ویزہ جاری کر دیا ہے، ہم امید اور دعا کرتے ہیں کہ افغان کرکٹ ٹیم اپنے عوام کی چہروں پر مسکراہٹیں لائے گی…… “زما دا اخلاص نہ ڈکے نیکے حیلے اؤ دعاگانے تاسو سرا دی۔” #AfganistanCricketTeam
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) August 22, 2021
نوموړي زیاته کړې، دوی هڅه کوي ملي لوبغاړي به یې د افغان ولس پر شونډ خوښي راولي.
بل لوري ته د پاکستان سفارت وایي، چې د لوبلړۍ لپاره به افغان لوبغاړي لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه به دوبۍ او سرېلانکا ته لاړ شي.
د معلوماتو له مخې دا لوبلړۍ ښایي د سپتمبر په ۱ اونۍ کې ترسره شي.