دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد کابل په هوايي ډګر کې نښتې مرګ ژوبله اړولې

د کابل په هوايي ډګر کې نښتې مرګ ژوبله اړولې

تاند(دوشنبه، سنبلې ١) – نن سهار د افغان ځواکونو ‘طالبانو’ او ناپېژاندو وسله والو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې يو طالب وسله وال وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

رويټرز خبري اژانس وايي، معلومه نه ده چې ټپیان شوي کسان او ناپېژانده بريدکوونکي څوک وو.

دغه نښته د کابل هوايي ډګر په شمالي دروازه کې شوې او المان پوځ پېښه تایید کړې ده.

رويټرز د آلمان پوځ په حواله زیاته کړه، چې په دغو نښتو کې آلماني او امریکايي ځواکونه هم ښکېل وو.

له اتو ورځو راهيسې چې طالبانو د پلازمېنې کابل په نیولو سره واک ترلاسه کړی د کابل هوايي ډګر د زرګونو افغانانو د شتون شاهد دی.

د دغه ډګر په دروازو کې د دغو خلکو د ګڼې ګوڼې له مرګونې پېښې هم رامنځته شوي دي.

پرون د خلکو د ګډوډې له امله 7 کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د امریکا حکومت تازه په يو خپور شوي بیان کې ویلي، هغه افغانان نه وړى چې د دوى له قانوني مراجعو څخه يې قانوني اسناد نه وي ترلاسه کړي.

https://fb.watch/7z30XtmWzm/

په هوايي ډګر کې راټول شوي افغان چې د تګ قانوني اسناد نه لري هڅه کوي څو بهر ته ووځي.

بایډن: د اګست تر پایه به د امریکایانو د اېستلو ماموریت بشپړ کړو

 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب