Homeخبرونهطالبان: د کندهار هوایي ډګرکارکوونکي دې خپلو دندو ته راستانه شي

طالبان: د کندهار هوایي ډګرکارکوونکي دې خپلو دندو ته راستانه شي

تاند ( یکشنبه، د اسد ۳۱) طالبانو کندهار کې د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر ټولو کارکوونکو ته امر کړی، چې بېرته خپلو دندو ته راستانه شي.

ټاکل شوې ده کابل هوایي ډګر کې د حالت عادي کیدو سره سم ژر ولایتي پروازونه هم پيل شي.

طالبانو داسې مهال د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کارکوونکو ته د بېرته راتګ خبره کوی، چې تېره ورځ هم دوی ویلي، وو، چې د نوي اسلامي حکومت تر جوړېدو وروسته د دولت د ملکي کارکوونکو معاشونه د پخوا په څېر ورکول شي

طالبانو په یوه خبرپآڼه کې ویلي وو چې:” د افغانستان اسلامي امارت د نوي اسلامي حکومت ترپېلېدو وروسته د کارکوونکو معاشونه د تېر په څېر بیا ورکول کیږي. ”

سرچینې ویلي وو، چې د افغانستان بانک،خصوصي بانکونو او نورو مالي بنسټونو په ګډون به ټول مالي، بانکي او ګمرکي فعالیتونه ډېر ژر پېل شي.

د خبرتيا پربنسټ، د مالیې وزارت د خدماتي مامورینو په ګډون د اسکوډا؛مالي سسټم؛ افمېس؛ او مطبوعاتو د څانګو کارکوونکي خپلو دندو ته تللی شي، خو په خبرتیا کې ویل شوي چې د نورو برخو مامورین دې د طالبانو د اقتصادي او مالي کمېسیون پرېکړې ته په تمه پاتې شي.

د طالبانو پر وړاندې حکومتولي تر جګړې هم لویه ننګونه بلل کیږي، ځکه د کارپوهانو په باور طالبان اوس په هره څانګه کې یوازې ملایان پر دندو ګماري او د مسلکي او تخنیکي کسانو له کموالي سره مخ دي.

د کارپوهانو په وینا که طالبان د تېرو شلو کلونو له مسلکي او تخینکي کارکوونکو کار وانخلي، نو نه یوازې چې دا ډله بلکې ټول هېواد به له سیاسي، اقتصادي او مالي ناورین سره مخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...