Home+افغان مېرمنې په الوتکه کې ماشوم وزېږاوه

افغان مېرمنې په الوتکه کې ماشوم وزېږاوه

یوې افغان مېرمنې، چې د امریکا په پوځي الوتکه کې د کابل له هوايي ډګره ایستل شوې وه، جرمني ته له رسېدو سره سم، ماشوم وزېږاوه.

د امریکا پوځ نن / یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، ښځې ته هغه مهال د هوا د ټیټ فشار له کبله تکلیف پیدا شو چې د الوتکې ارتفاع ډېره یعني تر ۸ زره ۵۳۴ متره لوړه وه.

خو کله چې الوتکه د جرمني په رامستین اډه کې کښېناسته، ماشوم دنیا ته راغی. ماشوم او مور یې نژدې روغتون ته یووړل شول او د دواړو روغتیايي وضعیت ښه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...