جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهقريشي دطالبانو له لوري د‌ کابل تر نيول کېدو وروسته‌ نن د‌...

قريشي دطالبانو له لوري د‌ کابل تر نيول کېدو وروسته‌ نن د‌ لومړني بهرني چارواکي په توګه کابل ته راځي

تاند ( یکشنبه د اسد ۳۱مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو وروسته نن د لومړني بهرني چارواکي په توګه پلازمېنې کابل ته راځي.

نوموړي کابل ته د خپل سفر موخه د طالبانو د حکومت په جوړېدو کې د مثبت رول ترسره کول بللي دي.

قریشي وایي چې پاکستان به د نوي حکومت د جوړېدو په برخه کې مثبت رول ولوبوي، د نوموموړي په وینا، ده له پخوانیو افغان چارواکو او طالبانو غوښتې دي چې له یو بل سره تر سلا مشورو وروسته یو پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت جوړ کړي.

د قریشي په وینا، په کابل کې د پاکستان سفیر هم له بیلابیلو سیاسي څېرو سره پر خبرو بوخت دی.

قریشي زیاتوي چې دی به د افغانستان په اړه د یوې سټراټېژۍ د جوړېدو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته د سفرونو لړۍ پېل کړي.

بل خوا د ولسي جرګې د مشر میررحمان رحماني، صلاح الدین رباني او محمد یونس قانوني په ګډون پاکستان ته یوه تللي افغان پلاوي د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوید باجوه او د آی اېس آی د مشرفیض حمید په ګډون د دغه هېواد له ځينو چارواکو سره کتلي دي.

رحماني ویلي چې که طالبان یو ټول شموله حکومت جوړ نه کړي، په هېواد کې به یو ځل بیا د نوي یمې میلادي لسیزې په څېر کورنۍ جګړې پېل شي.

پاکستان د بهرینو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته په سفر راځي او د نوي حکومت په جوړېدو کې د اسلام آباد د مثبت رول د ترسره کولو خبره کوي چې تر دې وړاندې یې پر طالبانو د اسلام آباد د عادي نفوذ لرلو خبره هم ردوله.

قریشي لومړنی بهرنی چارواکی دی چې طالبان یې د کابل تر نیول کېدو وروسته پښو ته سره غالۍ هواروي.

بل خوا کابل ته د طالبانو په راتګ سره ګڼو هېوادونو خپل سفارتونه تړلي دي او یایې هم د کابل هوایي ډګر ته لېږدولي دي.

قریشي په داسې حال کې کابل ته په ډاډه زړه سفر کوي چې اوسمهال په کابل کې بهرني ډېپلوماټان د خوندیتوب احساس نه کوي او پرون خو د طالبانو له لوري د هندي ډيپلوماټانو په ګډون د ۱۵۰ بهرنیو ډېپلوماټانو د نیول کېدو خبر هم ورکړل شو.

2 COMMENTS

  1. هو دا رذيل خو د طاليبانو د اورتو اول ميړه ده. طاليبان موزيان کله د تور لالا خبره بابيزه ګڼي. او پخوانيو اشرارو غلو جنګسالارنو هم د تور لالا په کور کې نوحه نيولې. شمالي داړو تور لالا ته ويلي تر هغو به موږ ستاسي په دسترخان دال ونه خورو سي تر څو د موزي طاليبانو ته نه ويلي سي زموږ پنځوس فيصده برخه راکړي. خامخا به دوۍ په دې کې بريالي کيږي. پښتانه بدبخته به بيا جواليان دروزيګر او ددروازو په خوله کې ولاړ ماسلان وي. دا ځل خو فرنګي او يرغلګرې امريکې د افغانستان د واک کيلي د پنجابي په لاس ورکړه. اوس ددغه نجس موزي ملت سرټاکنه د تور لالا په لاس کې وي. تف لعنت په دغه طاغوتي جهاد. ?

  2. هو دا رذيل خو د طاليبانو د اورتو اول ميړه ده. طاليبان موزيان کله د تور لالا خبره بابيزه ګڼي. او پخوانيو اشرارو غلو جنګسالارنو هم د تور لالا په کور کې نوحه نيولې. شمالي داړو تور لالا ته ويلي تر هغو به موږ ستاسي په دسترخان دال ونه خورو سي تر څو د موزي طاليبانو ته نه ويلي سي زموږ پنځوس فيصده برخه راکړي. خامخا به دوۍ په دې کې بريالي کيږي. پښتانه بدبخته به بيا جواليان دروزيګر او ددروازو په خوله کې ولاړ ماسلان وي. دا ځل خو فرنګي او يرغلګرې امريکې د افغانستان د واک کيلي د پنجابي په لاس ورکړه. اوس ددغه نجس موزي ملت سرټاکنه د تور لالا په لاس کې وي. تف لعنت په دغه طاغوتي جهاد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب