دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهترکیه او روسیه وایي طالبان باید تېرې تېروتنې تکرار نه کړي

ترکیه او روسیه وایي طالبان باید تېرې تېروتنې تکرار نه کړي

تاند (یکشنبه، د اسد ۳۱) ترکیه او روسیه وایي،طالبان دې د تېرو تېروتنو له تکرار لاس په سر شي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د افغانستان په اړه تیلیفوني خبرې کړې دي.

په دې تلیفوني خبرو کې روسیې ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت دمګړی ښه دی او تمه لري چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

دواړو لورو دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتونکي دي او همدا راز یې په افغانستان کې له راتلونکي دولت سره د همکاریو پر همغږۍ هم ټينګار کړی دی.

دوی ویلي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي او تېرې تېروتنې دې نه تکراروي.

ترکي او روسي ولسمشرانو همدا راز په افغانستان کې د یوه همه شموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې بیا د روسیې ولسمشر دجمعي امنیت سازمان د ځینو غړو هېوادونو له مشرانو سره په خبرو کې ویلي چې د دغه سازمان غونډه به نن جوړېږي او په هغه کې به د افغانستان پر مسئله خبرې کېږي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د مرکزي اسیا د هېوادونو او روسیې استازي هم ګډون وکړي.

تر ډېره به د سیمې په امنیت او له افغانستان سره د امنیتي مسایلو په برخه کې پر همکاریو خبرې کېږي.

د جمعي امنیت سازمان په ۱۹۹۲ز کال کې جوړ شوی دی چې تر ډېره د روسیې تر نفوذ لاندې دی او په دې سازمان کې د غړو هېوادونو پر امنیتي مسایلو او له دوی سره پر همکاریو خبرې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب