سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد کابل له هوايي ډګر سره د ګڼې ګوڼې له امله ۳...

د کابل له هوايي ډګر سره د ګڼې ګوڼې له امله ۳ تنه مړه شوي

تاند ( یکشنبه، د اسد ۳۱) په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر سره د ګڼه ګوڼې له امله شاوخوا درې کسان مړه شوي دي.

عیني شاهدان وایي چې دغه کسان د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شول او ګڼ نور ژوبل شوي هم دي.

سرچینې وایي چې په کابل کې د هوايي ډګر شاوخوا ته زرګونه کسان راټول شوي او هڅه کوي د دغه ډګر له لارې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.

دوی پر هغو ګنګوسو تېروتي چې ګواکي امریکايي الوتکې خلک بې پاسپورت او وېزې لېږدوي، خو دا خبرې بې بنسټه دي او د هوايي ډګر شاوخوا یې د زرګونه کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

بل لورته بیا د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې د کابل له هوایي ډګره هر ډول ملکي او تجارتي پروازونه ځنډېدلي له همدې امله له خلکو غوښتنه کوي چې دغه سیمې ته دې نه ورځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب