سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+هغه څوک چې ګېلې کوي / نعمت الله خالد

هغه څوک چې ګېلې کوي / نعمت الله خالد

ډير داسې ځوانان شته چې ښکلې ځواني، روغ صحت او سالم عقل لري، خو بيا هم له خپل ژوند څخه راضي نه وي او هر وخت له خپل ځان اوبخت څخه شکايت کوي، وايې چې نوى ګاډى نه لرم، کاشکې له دي څخه مې هم په لوړه تنخوا کار کولاى، د خپلې خوښې مېرمن مې نصيب نشوه ،همدا شان چې له هر چا سره ښه وکړم هغه راسره بد کوي که ورسره نږدي ملګري کښيني يا يې له هندوستان څخه نږدي خپلوان راشي دوى ورته همدا بيانونه شروع کړي وي.

ډاکټر جو ويټل وايې (دوى ته له دې شکايتونو څخه هېڅ شى په لاس نه ورځي، دوى بايد خپل فکر په هغو شيانو متمرکزه کړې چې لرې يې او له دې امله د خداى شکر وکړي، مثلاً ته سترګې لرې چې دغه کتاب پرې لوستلاى شي يا هغه جامې چې لرې د هغو شکر وکړه په هر حال که د هغو شيانو په هکله چې لرې يې شکر کول پيل کړې ډير ژر به نور ښکلي او د خوښې شيان جذب کړي).

شکر کول د تاريخ په اوږدو کې د سترو فيلسوفانو د تعليم غټه برخه وه، په سپڅلي کتاب قرآن کريم کې هم په شکر کولو زيات تاکيد شوى، الله پاک په قران کريم کې فرمايلي دي (که تاسو د درکړل شويو نعمتونو شکر وکړئ مونږ به يې نور هم در زيات کړو او که تاسو نا شکري وکړي همدا نعمتونه به هم درڅخه واخلو).

نو له دي څخه دا څرګنده شوه پر هغو شيانو چې لرې يې له شکر کولو پرته خپل ژوند ته نور شيان نه شي راوستلاى، بلکې يوازنۍ لار يې شکر دى، نو دي ځوانانو ته مې سپارښتنه دا ده، د هر هغه شي د درلودلو له امله د خداى شکر وکړي کله چې د درلودونکو شيانو له امله د خداى مننه پيل کړى نو په حيرانى سره به هغه څه هم تر لاسه کړئ چې تاسو يې غوښتونکي يې.

والاس واټلز

په ورځني او دومداره توګه د خداى د شکر کولو عمل يوه لاره ده ،چې له امله يې شتمني هم ستا په لور درځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب