سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد امریکا د ملي امنیت ډلې بایډن ته د افغانستان په اړه...

د امریکا د ملي امنیت ډلې بایډن ته د افغانستان په اړه معلومات ورکړل

تاند(یکشنبه، د اسد ۳۱) سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر جو بایډن ته د خپل ملي امنیت د ډلې له لوري د افغانستان د بدلېدونکو حالاتو په اړه معلومات ورکړل شول.

بایدن او د ده د ملي امنیت ټیم د شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په ځانګړې سالون (سچیوېشن روم) کې سره ولیدل چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او د داعش په شمول د تروریستي ضد عملیاتو په اړه خبرې وکړي.

په دې غونډه کې له افغانستانه په الوتکو کې د خلکو د ایستلو په اړه له درېمګړي هیواد سره د موافقو په اړه هم خبرې وشوې.

د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس له سینګاپور څخه د ویدو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې برخه لرله.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، دفاع وزیر لویډ اسټن، د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي، د ملي امنیت سلاکار جک سیلفان او د ملي استخباراتو ريیس افیل هاینس هم په غونډه کې ګډون درلود.

سپینه ماڼۍ وايي، بایډ‌ن د شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د غونډې له کبله په ډیلاوېر کې خپل کور ته تګ وځنډاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب