دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، د داعش د حملې د خطر په خاطر یې هوايي...

امریکا وايي، د داعش د حملې د خطر په خاطر یې هوايي ډګر ته متبادله لار غوره کړې

تاند(یکشنبه، د اسد ۳۱) په افغانستان کې د امریکا پوځ د داعش د حملې د خطر په خاطر متبادلې لارې غوره کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي سي این این ته ویلي «ډېر احتمال شته چې داعش هڅه کوي چې پر هوايي ډګر برید وکړي.»

په کابل کې یوه جګپوړي دیبلومات وویل، دوی باوري معلومات لري خو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د امریکایانو پر ضد فوري خطر نه شته.

تر دې مخکې نن د امریکا سفارت او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې له خپلو اتباعو غواړي چې د کابل هوايي ډګر ته ورنه شي ځکه چې د هوايي ډګر په خوله کې جدي ګواښ شته.

د امریکا سفارت او د باندنیو چارو وزارت یې د ګواښ د څرنګوالي او په دې اړه چې د چا له لوري دی، څه نه و ویلي.

د سي این این د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي چې دوی د کابل هوايي ډګر او دروزاې ته د خلکو د تګ لپاره متبادلې لارې غوره کړي دي.

یوه چارواکي ویلي چې دا نوې لار به یوازې د امریکايي اتباعو، او سند لرونکو افغانانو لپاره وي.

امریکايي چارواکي وايي چې طالبان له دې متبادلې لارې خبر دي او له هغو سره په دې برخه کې همږغي شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب