جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهطالبان : د دولت د ملکي کارکوونکو معاشونه د نوي اسلامي حکومت...

طالبان : د دولت د ملکي کارکوونکو معاشونه د نوي اسلامي حکومت تر جوړېدو وروسته ورکول کيږي

تاند(شنبه د اسد ۳۰ مه ) طالبان وایي چې د نوي اسلامي حکومت تر جوړېدو وروسته د دولت د ملکي کارکوونکو معاشونه د پخوا په څېر ورکول کیږي.

د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرتیا کې راغلي دي،چې:” د افغانستان اسلامي امارت د نوي اسلامي حکومت ترپېلېدو وروسته د کارکوونکو معاشونه د تېر په څېر بیا ورکول کیږي. ”

په دغې خبریتا کې ویل شوي چې د افغانستان بانک،خصوصي بانکونو او نورو مالي بنسټونو په ګډون به ټول مالي، بانکي او ګمرکي فعالیتونه ډېر ژر پېل شي.

د خبرتيا پربنسټ، د مالیې وزارت د خدماتي مامورینو په ګډون د اسکوډا؛مالي سسټم؛ افمېس؛ او مطبوعاتو د څانګو کارکوونکي خپلو دندو ته تللی شي.

خو په خبرتیا کې ویل شوي چې د نورو برخو مامورین دې د طالبانو د اقتصادي او مالي کمېسیون پرېکړې ته په تمه پاتې شي.

د طالبانو پر وړاندې حکومتولي تر جګړې هم لویه ننګونه بلل کیږي، ځکه د کارپوهانو په باور طالبان اوس په هره څانګه کې یوازې ملایان پر دندو ګماري او د مسلکي او تخنیکي کسانو له کموالي سره مخ دي.

د کارپوهانو په وینا که طالبان د تېرو شلو کلونو له مسلکي او تخینکي کارکوونکو کار وانخلي، نو نه یوازې چې دا ډله بلکې ټول هېواد به له سیاسي، اقتصادي او مالي ناورین سره مخ کړي.

1 COMMENT

  1. how we are poor and homeless.YOGANDA WANT ACCEPT 2000 AFGHAN REFUGEE,
    WE LOOKE TO TALIBS SAME POLICY FALLOW.HOW PEOPLES DEMOCRATIC KHALQIES KILLING AND
    ARRESTING AFGHANS.ENIKASS TV OWNERS HOME CHECKING AND HIS CAR TAKE AWAY FROM HIM.
    ONE WEEK PASSED FROM DOCTOR ASHRAFGHANI LEFT THE COUNTRY.
    WE SEE WHEN NEW GOVERNMENT START WORK,PEOPLES IN BAD SITUATION.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب