یکشنبه, مې 19, 2024
Home+فیفا د افغان ښځینه فوټبالرانو د ایستلو غوښتنه وکړه

فیفا د افغان ښځینه فوټبالرانو د ایستلو غوښتنه وکړه

تاند(شنبه، د اسد ۳۰) د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا له یو شمېر هیوادونو په لیکلي ډول غوښتي چې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړي له کابله وباسي.

فیفا وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځینه لوبغاړي له خطر سره مخامخ دي.

د لوبغاړو اورګنایزېشن یا سازمان هم د افغان ښځینه لوبغاړو له ایستلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

دې سازمان ویلي چې له بېلابېلو هیوادونو سره په تماس کې دی چې افغان ښځینه لوبغاړي وباسي.

که څه هم طالبانو ویلي چې له هیچا سره کار نه لري خو دوی په دې نه دي توانېدلي چې د افغانانو او نړیوالو باور ترلاسه کړي.

همدا اوس اکثره تلویزیونونه او راډیوګانې بې له دې چې طالبان کوم بندیز اعلان کړي، سندرې نه شي خپرولی او ښځینه ویندویانې له بېرې تلویزیونونو ته نه شي تلای.

د ملي تلویزیون ښځینه ویندویانې ادعا کوي چې طالبانو ورته ویلي چې نور کار ته ورنه شي.

دا ډول کارونه سبب کېږي چې طالبان تر نړیوال فشار لاندې راشي، مرستې ورسره ونه شي او حتي په رسمیت پېژندلو کې له ستونزو سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب