Homeخبرونهمجاهد: د افغانانو بې عزتي د زغملو نه ده، امریکا دې په...

مجاهد: د افغانانو بې عزتي د زغملو نه ده، امریکا دې په خپل ناکام ماموریت بیا کتنه وکړي

تاند ( یکشنبه، د اسد ۳۱) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په کابل هوایي ډګر کې د افغانانو روانه بې عزتي نور د زغم وړ نه ده.

هغه له رویټرز سره په یوه ځانګړې مرکه کې زیاه کړې، چې امریکا دې په بېړنۍ توګه خپل ناکام ماموریت ته له سره کتنه وکړي.

نوموړي ویلي که د افغانانو بې عزتي همداسې روانه وي او ګډوډي دوام وکړي دوی مجبور دي چې خپله لاس په کار شي.

مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې د کابل په هوایي ډګر کې زرګونه خلک راټول شوي او له امریکا غواړي چې له افغانستان څخه یې وباسي.

امریکا، ناټو، کاناډا، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو هغو افغانانو ته د پناه ورکولو زمینه برابره کړې ده چې له بهرنیانو سره یې کار کړی وي او یا یې په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ وي.

له بلې بیا عیني شاهدان وایي د کابل په هوایي ډګر کې د روانې ګڼې ګوڼې له امله ۳ تنه مړه شوي او لسګونه نور ژوبل شوي هم دي.

د کابل له هوايي ډګر سره د ګڼې ګوڼې له امله ۳ تنه مړه شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...