سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا حکومت له خپلو اتباعو وغوښتل چې د کابل هوايي ډګر...

د امریکا حکومت له خپلو اتباعو وغوښتل چې د کابل هوايي ډګر دروازې ته ورنه شي

تاند(شنبه، د اسد ۳۰) د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې له خپلو اتباعو وغوښتل چې د کابل هوايي ډګر ته ورنه شي ځکه چې د هوايي ډګر دروازې ته نژدې جدي خطر شته.

دا خبرداری په افغانستان کې د امریکا د سفارت په ویبپاڼه کې خپور شوی او دغه راز په واشنګټن کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له لوري ټویټ شوی دی.

د امریکا حکومت د خطر د څرنګوالي جزییات نه دي څرګند کړي.

د امریکا دا خبرداری به پر هوايي ډګر د لسګونو زرو ورماتو خلکو ګڼه ګوڼه کمه کړي. راپورونه وايي چې د اسنادو لرونکي او نه لرونکي هڅه کوي چې هوايي ډګر ته ځان ورسوي ګوندي په الوتکو کې بهر ته ځان وباسي.

اوازې خپرې شوي چې هر څوک بې سنده بهر ته تللی شي او له همدې کبله په هوايي ډګر کې بیروبار تر اندازې زیات شوی دی.

په همدې منځ کې زرګونه امریکایان او بهرنیو هیوادونو ته د تګ په شرایطو برابر یا هغه کسان چې اسناد لري او بهر ته د تلو بلنې ورکړای شوي، ځان هوايي ډګر ته په وخت نه شي رسولی.

سټرېټس ټایمز ورځپاڼه وايي، پنتاګون دا راپور تایید کړی چې د هوایي ډګر په خوله کې طالبان خلک وهي او ځوروي.

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي«د کابل د هوايي ډګر د دروازې مخته د بالقوه امنیتي ګواښ له کبله، موږ امریکایانو ته سپارښتنه کوو چې هوايي ډګر ته له تګه ډډه وکړي او د اوس وخت لپاره د هوايي ډګر دروازې ته را نه شي مګر دا چې د امریکا د حکومت له لوري درته لارښوونه شوې وي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب