جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهخليل الرحمن حقاني : د احمدشاه مسعود زوی «احمد مسعود»له طالبانو سره...

خليل الرحمن حقاني : د احمدشاه مسعود زوی «احمد مسعود»له طالبانو سره بيعت وکړ

تاند (شنبه د اسد ۳۰ مه ) د طالبانو د مرکزي شورا غړی خلیل الرحمن حقاني وایي چې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود له دوی سره بیعت کړی دی.

خلیل الرحمن حقاني چې نن په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې دوی د احمد شاه مسعود له زوی احمد مسعود،عبدالله عبدالله ، احمد ضیا مسعود ، احمدولي مسعود او د هغوی له نورو مخورو سره پر خبر بوخت دي او ډير ژر به ټول پر یوه ټغر سره راټول شي.

په یوه  ویډیو کې ښکاري، چې نوموړي ته د وینا پر مهال یو کس راځي او غواړي چې څه ورته ووايي، حقاني له دغه کس سره تر ورو او لنډو خبرو وروسته خلکو ته په خطاب کې وايي چې”: الحمدالله ، ټول لاسونه پورته کړئ او شکر وباسئ، د اتل شهید قهرمان قوماندان مسعود زوی احمد مسعود سره له ټولې کابینې له موږ سره بیعت وکړ.”

د نوموړي دا خبرې د غونډ د ګډونوالو په تکبیرونو بدرګه کيږي.

تر اوسه په خپله احمد مسعود په دې هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو د مرکزي شورا او حقاني شبکې جګپوړی غړی خلیل الرحمن حقاني له څو ورځو راهیسې په کابل کې له سیاسي مشرانو سره د راتلونکي حکومت د جوړېدو په هکله پر خبرو بوخت دی.

نوموړی په خپلې وینا کې وایي،چې په ادارو کې به بدلون هرو مرو راځي، خو تر هغو چې نوي تشکیلات جوړېږي، دولتي کارکوونکي دې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب