جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهامریکا د افغانستان ملیاردونه ډالره اسعاري زېرمه بلاک کړې

امریکا د افغانستان ملیاردونه ډالره اسعاري زېرمه بلاک کړې

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲۷) د ولسمشر بایډن ادارې د افغانستان د حکومت ملیاردونه ډالره اسعاري زېرمه، چې د امریکا د بانک په اکاونټ (حساب) کې وه، بلاک کړه.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د طالبانو له لوري د کابل ښار او ولسمشرۍ ماڼۍ له نیولو وروسته د متحدو ایالتونو حکومت وویل چې د افغانستان د ملیاردونو ډالرو اسعاري زېرمه به طالبانو ته ورنه کړي.

په وروستیو ورځو کې په یوه راپور کې وویل شول چې د افغانستان اسعاري زېرمه، جې د حامد کرزی د حکومت په مهال شاوخوا ۶ ملیارد ډالرو ته رسېدلې وه، د اشرف غني د حکومت په وروستیو ورځو کې ۱۲ ملیارد ډالرو ته زیاته شوې ده.

اقصتادي متخصصانو ۱۲ ملیارد ډالرو ته د افغانستان د اسعاري زېرمو لوړېدا لوی پرمختګ وباله ځکه چې د ګاونډي ۲۳۰ ملیون نفوس لرونکي پاکستان تر اسعاري زېرمو زیاته ده.

حاضردمه په افغانستان کې بانکونه بند دي او اقتصادي فعالیتونه په ټپه ولاړ دي چې له کبله یې د افغانیو ارزښت په ټیټېدو دی.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته د ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ډول ولوېد او اوس هر ډالر  په ۹۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا وېره هم شته چې له افغانستان سره د امریکا مرستې یو مخ ودرېږي. امریکا د افغانستان له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د کال ۴ ملیارده او له پرمختیايي چارو سره هم همدومره مرسته کوله خو که د امریکا شاوخوا ۸ ملیارده کالنۍ مرسته ودرېږي ښايي د افغانستان اقتصاد له سخت رکود سره مخامخ شي.

پر امریکا سربېره ګڼو اروپايي هیوادونو، کاناډا، جابان او نورو هم د امریکا په خاطر له افغانستان سره څو ملیارد ډالره مرسته کوله.

1 COMMENT

  1. هغه چه له افغانستان او افغانانو سره مینه لری نو داسی اقدام باید امریکایی دښمنی وبولی چه په دی به افغانان خوار کړی. دا استقلال له اصولو سره مخالف حرکت دی او افغانان یی باید وغندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب