جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهذبیح الله مجاهد د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

ذبیح الله مجاهد د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

تاند (سه شنبه ۲۶مه) طالبان وايي د یوه داسې ټول شموله حکومت د جوړولو هلې ځلې روانې دي چې ټول افغانان په کې خپل استازي وویني.

دغه خبره د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن/سه شنبه ماښام مهال په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال چې د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې غږېده وکړه. دا له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې لومړی ځل دی چې د طالبانو دغه ویاند خبریالانو ته مخامخ راڅرګندېږي او خلک یې ګوري.

ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې وویل چې طالبان د غچ اخیستو په فکر کې نه دي او د دولتي کارکوونکو او د بهرنیو ځواکونو د ترجمانانو په ګډون به هېچا ته هم زیان ونه رسیږي.

نوموړي وویل چې د طالبانو مشرتابه عمومي عفوه اعلان کړې او په وینا یې چې نور له چا سره دښمني کول نه غواړي.

د مجاهد په خبره افغانستان به قوي اسلامي حکومت ولري او په وینا یې چې د حکومت د څرنګوالي په هکله به افغان سیاستوال خبرې کوي. هغه زیاته کړه چې خپل مخالفان هڅوي څو په راتلونکي حکومت کې ورسره برخه واخلي.

د طالبانو ویاند همدارنګه وویل چې ښځو ته په پولیسو، طب او نورو برخو کې ضرورت او د ټولنې یوه برخه ده چې د اسلامي قانون په رڼا کې به هغوی ته د کار او تحصیل حق ورکول کیږي. نوموړي د ښځو، رسنیو او بیان پر آزادۍ هم ټینګار وکړ.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند د خلکو اندېښنو ته په اشارې چې ګوندې د افغان پوځ نظامي وسایل له هېواده بهر انتقالیږي وویل چې ټول سرحدونه یې په لاس کې دي او هېچاته به اجازه ورنه کړي چې یو ټوپک هم له افغانستان څخه بهر وباسي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو پر خپلو فېسبوک، ټویټر او انسټاګرام ځیني تصویرونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې د افغان پوځ تجهیزات په ډیورنډ فرضی کرښې اړول کیږي.

همدارنګه داسې ویډیو ګانې هم لاس په لاس کېږي چې د افغان پولیسو یو رنجر موټر د پاکستان په خاوره کې لیدل کیږي چې د پاکستان بیرغ پرې ځوړند دی.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند وویل چې هېڅ بهرني ډلې ته به په افغانستان کې د فعالیت او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه ورنکړي او په وینا یې چې د نوي حکومت ټوله هڅه به دا وي چې مخدره مواد د شلو کلونو پخوا په څیر بیرته صفر کړي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې طالبان له ګاونډیو او د نړۍ ټولو هیوادونو سره د اړیکو غوښتونکي او د افغانستان د آبادۍ لپاره ترې د مرستې غوښتنه هم کوي.

ذبیح الله مجاهد د ملي بیرغ په تړاو وویل چې په دې تړاو به هم ژر نوی جوړیدونکی حکومت پریکړه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر افغانان له طالبانو غوښتنه کوي څو ملي ارزښتونه له پامه ونه غورځوي او جدي پاملرنه ورته وکړي.

4 COMMENTS

  1. آینده کی دا پوښتنه هم ورڅخه باید وپوښتل شی چی کوم شریعیت داسو ته دا حق درکړی چی قالین، زهزن، اختطاف کوونکی ټول له زندانونو څخه حوشی کړی. درسته ده خپل طالبان به مو خوشی کړی وی خو تاسو غله او لنډغر ټول خوشی کړل دا کار مو د سړیو په شان نه وو.

  2. طالبان د غچ اخیستنی په فکر کی نه دی!!!!!!
    ظلمونه تاسی طالبانو کړیدی او بېګناه افغانان تاسی وژلی دی او د غچ نه اخیستنی احسان هم دافغان پر اوږو باروئ؟
    عجیبه سپین سترګې زمانه ده.

  3. دا خو اوس دوۍ داسي غمبر وهي سي يو ځل دوۍ پښې ټينګي کړي بيا به دغه ددجال زامن ګورۍ. په کوم وجدان دوۍ اردو ړنګه کړه؟ د پنجاب په اشاره؟ داود کودتا وکړه اردو ته چا د يوه غيران تاوان ونه رسول. د افغانستان د خلق ګوند انقلاب وکړه په اسيا کې يې دوهمه زوروره اردو جوړه کړه. کله سي د شمشتو د کمپ حراميان اشرار راغلل اردو يې کباړ کړه.او د شمشتو د کمپ د حراميانو چيچيانو بيا اردو چور ليلاموي.دغه د پنجاب وفادر غلامان به کله د پنجاب شيګړې هيرې کړي. همداسي رذيل خرزي سي نن يې بيا چوپانه اغوستې او ځان د طاليبانو پلار بولي هم ويل پاکستان زموږ ورور او د جهاد ملګری ده. له قاتيلانو او واسکټيانو زه فکر نه کووم سي افغان ولس د نيکمرغي ساه وکاږي. موږ دوو رذيلو قوتونو خرڅ کړو يو ځل روس او اوس يهودي امريکا.زه خو له دغو د ابليس له پيروانو د هيواد د ابادۍ هيله نه لرم. د افغانستان بيرغ سي يوه نيمه پيړۍ زرغوڼ بيراغ ده دوۍ لري کړ. وګورۍ د محمدﷺ په ملک کې هم سپين بيراغ نسته.له دغه سپين بيراغه ددوۍ ځانته جامې او کفنونه جوړ کړي.

  4. اوس خلک په دار ځړوي اوس خلک دوۍ او د پنجاب مليشې ددوۍ په جامه کې باسي. دغه ددجال زامنو ته ليږ صبر وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب