تاند (سه شنبه د اسد ۲۶مه) د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی له دوحې څخه کندهار ته ورسېد.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم سه شنبه/ ماښام پر خپل ټویټر په یوه ټویت کې لیکلي، « نن ماسپښین دافغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د محترم ملا برادر آخند په مشرۍ له قطر هیواد څخه روان او مازدیګر مهال خپل ګران هيواد ته ورسید او دقندهار په هوایي ډګر کې ښکته شو.»
ټاکل شوې وه چې نن حامد کرزی، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره دوحې ته ولاړ شي، خو وځنډېد.
کندهار ته د ملابرادر د رسېدو سره سم د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د اساسي قانون په اساس هغه د هېواد سرپرست ولسمشر دی او چارې به په مخ وړي.