جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړ

امرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړ

تاند (سه شنبه د اسد ۲۶مه) د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان د قوانینو له مخې اوس دی د ولسمشرۍ سرپرست دی او په وینا یې چې په دې هکله د هېواد له رهبرانو سره مشورې روانې دي.

امرالله صالح نن/سه شنبه پر خپل ټویټر په یوه ټویټ کې لیکلي، د افغانستان د اساسي قانون پر اساس د ولسمشر د غیابت، له هېواد څخه د تېښتې او یا مړینې په صورت کې د هغه لومړی مرستیال د ولسمشرۍ مقام/ څوکۍ د سرپرست ځای نیسي.

هغه زیاته کړې، «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د صریح حکم په اساس، د جمهور رئیس د فرار، غیابت او مرګ په صوت کې لومړی مرستیال سرپرست ټاکل کیږي. زه په هېواد کې دننه یم او په قانوني او مشروع ډول د دغه مقام/څوکۍ سرپرست یم. د دغه مقام د تحکیم لپاره د هېواد د ټولو رهبرانو سره په مشورې بوخت یم.»

ولسمشر غني د تېرې یکشنبې په ورځ، کله چې طالبان د کابل دروازو ته ورسېدل افغانستان پرېښود خو تر اوسه معلومه نه ده چې کوم هېواد ته تللی دی.

ویل کېږي چې امرالله صالح خپل اصلي ټاټوبي پنجشېر ته تللی دی. هغه مخکې ویلي و چې طالبانو سره تر یوه چتر لاندې ژوند نه کوي.

2 COMMENTS

  1. صالح جانه
    ښاغلي غني خکه وبايلله چه ستا شانته اماتوران يي په ځان را ټول کړي ول. اوس داده پنجاب وګټله دا فغان اولس لپاره به ډيره درنه وي چه ځان د پنجاب له غلامي نه به داسي اسانه خلاس کړي.
    افسوس افسوس……………..افسوس

  2. سل په سله کې درسره همغږی يم. د غني حکومت امريکايي امپرياليزم دوه کاله مخکي ړنګ کړ سي په قطر کې د طاليب لپاره دفتر پرانيستل. خنزيرزاد د پنجاب لپاره هر څه وکړ. اللهﷻ دغه ويني دوۍ ته وروړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب