جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنامعلومو کسانو په بامیان کې د مزاري مجسمه الوزولې

نامعلومو کسانو په بامیان کې د مزاري مجسمه الوزولې

تاند(سې شنبه، د اسد ۲۶) نامعلومو کسانو د بامیان ولایت په مرکز بامیان ښار کې د وحدت ګوند د بنسټګر عبدالعلي مزاري مجسمه په چاودېدونکو موادو الوزولې ده.

مزاري، چې د کابل په خونړیو جګړو کې ښکېل و او د زرګونو کسانو په وژنو کې په لاس لرلو تورن و، په ۱۳۷۳ لمریز کال د حوت په ۲۲ د کابل په لوېدیځ کې له نیول کېدو وروسته ووژل شو.

تراوسه پورې هیچا د مزاري د مجسمې د الوزولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د (سرزمین مقاومت) په نوم یوې فیسبوکي پاڼې د دې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي چې «ګرانو بامیانیانو مه بېرېږئ! کله چې له څلورلارې تېرېدئ  باید طواف مو کولای چې دا کار په اسلام کې جایز نه دی او بت پرستي ده.»

بامیان ښار او ولایت د یکشنبې په ورځ په بشپړ ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی.

طالبانو په تېره دوره کې حتي لرغونې مجسمې ویجاړې کړې خو دوی وايي چې اوس د پخوا په شان نه دي او د هیواد لرغونو اثارو، ملي سمبولونو او ارزښتونو ته درناوی کوي. که څه هم د مزاري مجسمه په دې ارزښتونو کې نه شاملېږي خو طالبانو د افغانستان ملي بیرغ له اکثرو ځایونو ټول کړی او د ډېرو تعلیم یافته افغانانو غوسه یې پارولې ده. دا په داسې حال کې ده چې طالبان په اوس وخت کې د خلکو ملاتړ ته اړتیا لری.

3 COMMENTS

  1. د مسعود عکسونه ندی له هر ځایه لری شی. زمونږه په یاد ده چی څنګه لنډغرو د اشرف غنی په عکس باندی د کله شینکوف ډزی کولې.

  2. اصلاً د عکس پالنی او عکس پرستۍ فرهنګ هم یو خواګرځن فرهنګ دئ نو مجسمه پالنه خو بیخی خیرن فرهنګ دئ.

  3. MAZARY WAS A BEST LEADER PEOPLES HAVE RESPECT TO HIM.
    WE PASHTOONS TAJIK UZBAK ARE BROTHERS,
    WE HAVE RESPECT TO ALL GOOD LEADERS,
    THIS IS VERY BAD ACT,THIS IS WORK OF ENEMY TO MAKE AFGHANS BETWEEN SELF IN WAR,
    WE ARE UNITED
    WE LOVE MAZAREY

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب