جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+اشرف غني وګټله!/  ح حقوېش

اشرف غني وګټله!/  ح حقوېش

طالبانو ته پکار وو چي د اوولس(17) ولايتونو له نيوله وروسته يې له افغان حکومت سره خبري کړې وای، ځکه طالب دومره زورور هم نه دی چي ولايتونه يې په دومره اساني سره نيولي وای، لومړی افغان حکومت نه غوښتل چي مرګ ژوبله او وراني رامنځته شي، دوم امريکا او نړيوالو قدرتونو پر افغان حکومت فشار وروړ چي واک طالب ته پريږدي. خو کله چي طالب وليدل چي ولايتونه يو په بل پسې ورته پرېښودل کيږي، نو غرور يې لا نور هم زيات شو او مخته تګ ته يې ادامه ورکړه چي ګڼ شمېر ولايتونه يې ونيول، نه له کوم مقاومت سره مخ شول، نه يې په دومره پرمختګ کې يوه ګوته په وينو سره شوه، خو کله چي بيا جلال اباد ته ورسېدل، جلال اباد هم د نورو ولايتونو پڅېر بې له کوم خنډه په لاس ورغی.

په دې وخت کي بايد دوی دلته پاتې شوي وای، او پر ټولنيزو رسنيو يو خبر هم وګرځيد چي طالب مشرانو د خپلو پلويانو څخه غوښتي وو چي تر هغو کابل ته نه ننوځي ترڅو چي ددوی لخوا امر نه وي ورته شوی، په دې وخت کي خو موږ او تاسو ته مالومه د چي په طالبانو کي زياته برخه پردي استخبارات کار کوي چي ودان افغانستان نه غواړي، نو ممکن هغوی د طالب مشرانو له امر څخه سرغړونه کړې وي. چي له افغان حکومت سره يوې موافقې ته نه ورسيدل، خو که په دې وخت کي افغان حکومت مقاومت کړی وای نو مالومه خبره ده چي کابل به د نويمې لسيزي حالت خپل کړی وو، لکه اشرف غني چي د جلال اباد له پرېښودو وروسته په يوه ويډيوي پيغام کي وويل چي له کابله به ساتنه وکړي، خو وروسته يې خپله پرېکړه بدله کړه، هغه په دې خاطر چي وطن له بدمرغيو وژغورل شي نو کابل يې بې له استعفا ورکولو طالبانو ته پرېښود، او وروسته يې دا خبره د يوې اعلاميې په ډول هم خپره کړه.

خو اصل خبره داده چي طالبانو افغانستان ونيوه، ځان يې ارګ کي د ولسمشر تر څوکۍ ورسولو، امريکايان هم شتون لري او د نورو د راتګ خبرې هم روانې دي، نړۍ کي د افغانستان پرسر خبري روانې دې چي څه به کيږي، ولي امريکا له يوه روغ وطنه ساتنه ونکړه، له طالبانو سره يې شل کاله د ترهګرۍ په نوم جګړه وکړه او اوس يې يو روغ او ولاړ وطن ترهګرو ته په لاس ورکړ. خو ددې هرڅه ترڅنګ د افغانستان رسمي او نړۍ ته منلی واک له ولسمشر غني سره دی، د نړۍ په هېوادونو کي سفيران او ډيپلوماټان د غني د واکمنۍ دي او د غني د حکومت پاليسي مخته وړي.

دې هرڅه ته په کتو د افغانستان د سياسي حالتو هيڅ درک نه لګيږي چي څه به کيږي، خو دا مالومه ده چي طالبانو د يوه رسمي حکومت پر وړاندې کودتا کړې ده، او رسمي ولسمشر له افغانستانه وتلی دی، چي واک يې ټول په خپل لاس کي دی، اوس به اشرف غني استعفا کوي بيا به طالبان خپل ولسمشر اعلانوي، که طالبانو د اشرف غني له استعفا پرته خپل ولسمشر اعلان کړ، نو نړۍ به تور ورباندې پوري کړي چي د يوه رسمي حکومت پر وړاندې کودتا يې کړې، هغه به په افغانستان کي خپل سفارتونه وتړي او اړيکي به ورسره پرې کړي، ترڅنګ به اقتصادي بنديزونه ورباندې ولګيږي چي افغانستان به له سخت بحران سره مخ کړي، او د طالبانو دا دويم ځل دی چي د يو رسمي او منلي حکومت پر وړاندې کودتا کوي، کله چي يې په لومړي ځل د رباني حکومت ړنګ کړ، دوی پرته له يوڅو هېوادونو نوري نړۍ پر رسميت نه وو منلي، که اوس بيا هم هغه لوبه تکرار کړي، چي يو منلی شوی ولسمشر دي وي او طالبان دې پر کابل واکمن وي، نو طالبان به يو بې رسميت حکومت وي او د نړۍ لخوا به ورباندې بنديزونه وي. له طالبانو سره اوس مهال يوازي او يوازي يوه لار ده چي له اشرف غني سره به خبرو ته غاړه ږدي.

دا ده اشرف غني د پاخه سياست او ښه مديريت پايله ده چي هغه په دې وروستيو کي لوبه د ځان په ګټه تمامه کړه، نه يې پاکستان ته فرصت ورکړ چي خپلو شومو موخو ته پکښې ورسيږي، او نه يې د امريکا هرې خبري ته غاړه کېښودله، که څه هم فشارونو ورباندې ډير وو. طالبانو او افغانانو ته يې يو جوړ او له جنګه پاک هېواد پرېښود.
په دې سره يې افغانانو او نړۍ ته وښودله چي هغه هيڅ وخت د افغانانو ويني تويول او يو ړنګ افغانستان نه غواړي.

4 COMMENTS

  1. هغه دغنی باټی او په امان الله ریشخند ټول قانع کړی ول چه غنی له خپل خره نه کته کیږی.
    دیو بی مسؤلیته کس نه باید دفاع ونسی. طالبان بیا هم ورته تم ول او دیو بامسولیته کس توقع یی ځینی کوله.
    په دنیایی قانونو کی تښتیدلی مدیر لیری کیږی او همداسی غربیان له انتخاباتو نه کودتاوی خوښوی.
    غنی یو دسیسه باز او ویریدلی کس دی. باید محاکمه سی. که هغه نوری دسیسی جوړوی نو هغه به دده افغان دښمنه شخصیت مالوموی
    طالبان په زور لویدلی وو او بیرته په زور راغلل. طالبانو زورور په زور ایستلی وو. غنی به یی بیا په زور باسی؟ آخر ترکله؟

  2. د پنجابی پاکستان تربیه شوۍ وطن پلورونکۍ ثابته ، تاسی ملی خائينین اود اسلام دین دوښمنان باید پوه شی چی افغان ملت په داسی اسانی سره د امریکا او پنجابی پاکستان په وسیله د پلیتو او شومو هدفونو لپاره دداسی روزل شوو بی سواده وحشیانو په وسیله نشی غلام کولای ، په امر سره تښتیدلۍ اشرف غنی او دده ډلګۍ هم د وحشی بی سواده طالبانو او تنظیمونو په شان غلامان دی او د تاسو تر مینځ دا زرګری مخالفت نور ځای نشی نیولۍ او اوس مو خپل اصلی خائين او چټلی څیری نه یوازی افغان ملت ته بلکه جهان ته برمنډی شوی ، نن مجلس کښی وویل شول چی ددی طالبانو څیری او حرکتونه د ځناورانو په شان دی او ددوی څخه انسانی مثبتو کارونو امید به ونه لیده شی او نه ددی انتظار شته بلی هلی ځلی به وکړی چی د افغان ملت بی سوادی څخه به د اجنبیو په کومک د خپل وحشت حکمرانی وچلوی اما دا ځناور وحشیان پاتی کیدای نشی او دی ځل د امریکا مقابل کښی روسیه او چین هم د مداخلو لپاره لاری پیدا کړی دی او امید دی چی د افغانستان غیرتی ملت ژر راویښ شی او د ځانو د راتلوونکیو پر مخ تګ تهداب کیښودو لپاره د صادقو او ملی منورینو شا ته ودریږی !!!

  3. غرواله
    ته هم غټې خبرې مه کوه. له ویانا راکته شه خپل کورته رشه . او روسان هم نه غواړو . هیڅوک زموږ دوستان نه دي.ټولې جګړې روسانو راوړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب