جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوټیوب هم د طالبانو ویډیوګانې ډیلیټ کوي

یوټیوب هم د طالبانو ویډیوګانې ډیلیټ کوي

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲۷) یوټیوب پرون / سې شنبه وویل چې پر هغو ټولو مطالبو (ویډیوګانو) بندیز لګوي چې په طالبانو پورې تړلي وي.

تر دې مخکې فیسبوک ویلي و چې د طالبانو اړوند فیسبوکپاڼې نه یوازې په فیسبوک بلکې د انسټاګرام په شمول په خپلو ټولو پلیټفارمونو کې منع کوي.

همداراز وټس اپ، چې په فیسبوک کمپنۍ پورې تړلې، او ویل کېږي چې طالبان ورڅخه په پراخه پیمانه کار اخلي، د طالبانو اړوند فعالیتونه بند کړي دي.

ګومان کېږي چې د اګست په پای کې، چې له افغانستانه د ټولو امریکایانو د وتلو بهیر بشپړ شي، ښايي امریکا او امریکايي موسسې نور بندیزونه هم پر طالبانو ولګوي.

پر طالبانو د بندیزونو لګېدا به د عامو افغانانو کړاوونه زیات کړي نو پکار ده چې طالبان تر وسه وسه هڅه وکړي چې له نرمښته کار واخلي او داسې اقدامات ونه کړي چې پاروونکي وي.

اوسنی افغانستان د نولس سوه نوي یمې په شان نه دی، له یوې خوا نفوس زیات شوی او له بلې خوا د خلکو ژوند په دولتي ادارو تر پخوا زیات متکي شوی دی چې له دې کبله دولت زیاتو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

2 COMMENTS

  1. امکان لري چې په راتلونکې کې طالبان د فېسبوک، یوټیوب، وتس اپ او داسې نورو ټولنیزو شبکو ته چندان علاقه و نه ښیي او بند یې کړي. اوس دا کار امریکا وکړو او د طالبانو کار یې اسانه کړلو.

  2. له محمد صاحب سره سل په سلو کې موافق یم. طالبان د تمدن هیڅ نښه نه پرېږدي. دوی د تمدن له ټولو مظاهرو سره دښمني لري. که یې اشد ضرورت نه وي برق هم نه پرېږدي ټولې پایې او سیمونه به یې له بیخه وباسي. د تیارې او رنآ سره نه لګي.
    نورزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب