Homeخبرونهافغان حکومت د شا محمود قریشي څرګندونو ته غبرګون وښود

افغان حکومت د شا محمود قریشي څرګندونو ته غبرګون وښود

تاند (چهارشنبه د اسد ۲۰مه) وروسته تر هغه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي وویل چې د افغانستان حکومت دې د خپلو ناکامیو پړه پر دوی نه وراچوي، افغان دولت یې په غبرګون کې ویلي چې پاکستان د طالبانو په ګډون د هغو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی چې په افغانستان کې جګړه پر مخ بیایي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه/ د اسد ۲۰مه/ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې له پاکستان څخه د افغان حکومت مکرره غوښتنه دا وه چې دغه هېواد باید د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي او ملموس اقدامات وکړي خو، زیاتوي چې پاکستان تر اوسه پورې انکار کوي.

په بیان کې د قریشي هغو څرګندونو ته په اشارې چې افغان ځواکونه د جګړې اراده نه لري راغلي، افغان ځواکونه شپه او ورځ په پیاوړې عزم او نه ماتېدونکې ارادې د طالبانو په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له وسله والو طالبانو سره د افغان ځواکونو پر مبارزه د نیوکې تر څنګ ویلي و چې نړیوال باید له دغې ډلې سره د افغان ځواکونو مبارزې ته پاملرنه وکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...