سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهله چورلکې سره د طالبانو اخيستل شوي عکس د افغانانو غبرګونونه راپارولي...

له چورلکې سره د طالبانو اخيستل شوي عکس د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي

تاند (چهارشنبه د اسد ۲۰مه) طالبانو د کندز ښار تر نیولو وروسته نن د کندز هوايي ډګر هم ونیوه.

په افغانستان کې د څو لسیزو روانو جګړو له امله د یوې ډلې په لاس د یوه ښار نیول هم خلکو ته ډیر لوی خبر نه ښکاري او کندز خو په وروستیو کلونو هم څو ځلي د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوی دی.

خو د طالبانو لاسته د کندز د هوايي ډګر لوېدو غبرګونونه راپارولې دي.

د ټولنیزو شبکو ګڼو کاروونکو په هوایي ډګر کې له چورلکې سره د طالبانو اخېستل شوي عکس ته غبرګونونه ښودلې دي.

د فېسبوک او ټوېټر یو شمېر افغان کارکوونکو لیکلي دي،چې هسې نه د دوی په وینا، یوځل بیا د کباړ بازار تود شي او چورلکې د کباړ په ډول نورو هېوادونو ته قاچاق شي.

دوی په خپلو لیکنو کې طالبان ننګولي چې که ریښتیا افغانان وي، د خپل هېواد د شتمنیو او بیت المال ساتنه به کوي.

که څه هم د کورنیو جګړو د مهال په ځينو عکسونو کې لیدل کیږي،چې یو شمېر وسله وال پر چورلکې برسېره ناست او ولاړ دي، خو د طالبانو په خپاره شوي عکس کې لیدل کیږي،چې د چورلکې ترپال لا لېرې شوی نه دی او ظاهرآ څوک نه دي ورختلي.

د طالبانو دغه عکس یوازې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو نه بلکې د عادي افغان کارګرانو غبرګونونه هم راپارولي دي.

۶۵ کلن کاکا سلیم چې د کابل په ده افغانان سیمه کې د کراچۍ پر سرتوکي پلوري، د طالبانو د دغه عکس په لیدو تاند ته وویل:” پخوا موږ ډیرې الوتکې لرلې، ځینې یې یوشمېر پېلوټانو نورو هېوادونو ته وتښتولې او ځینې یې کباړ وروړل شوې”

خو کله چې ترې وپوښتل شول اوس هم فکر کوي چې همداسې به شي؟ په ځواب کې یې وویل: ”اوس خو افغانان هوښیار شوي، ګوندې داسې ونه شي، خو جګړه کې د پردیو ګټي دي، افغانان یوازې پکې وژل کیږي،د هرڅه امکان شته”

افغانان په داسې حال کې د طالبانو لاسته د چورلکو د لوېدو په هکله غبرګونونه ښيي؛ چې تراوسه څرګنده نه ده ،چې د کندز په هوایي ډګر کې د طالبانو لاسته څو چورلکې لوېدلې دي.

طالبانوتر اوسه په دې اړه چې د پيلوټانواو انجنیرانو په نشتوالي کې به نیول شوي چورلکې څنګه ساتي، څه نه دي ویلي، هغوی د چورلکو نیول یې یوازې خپله پوځي لاسته راوړڼه ګڼلې ده او دا هم څرګنده نه ده، چې د کندز هوايي ډګر به څومره موده د طالبانو په ولکه کې وي.

5 COMMENTS

  1. چورلکه لفظ صحیح نه دی، چورلېدل اصلي داسې وي لکه لاټو چې په خپل ځای تاوېږي، دا الوتکه ده.

  2. تاسي وګورۍ د طاليبانو ځنځيري سپي مبين بيا دغه چوررلکه د کندهار هوايي ډګر بللی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب