سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي د کندهار د محبس بندیان یې خوشي کړي

طالبان وايي د کندهار د محبس بندیان یې خوشي کړي

تاند(چهارشنبه، د اسد۲۰) ناتایید شوي راپورونه وايي چې طالبان نن ماښام د کندهار محبس ته ننوتي او بندیان یې خوشي کړي دي.

د راپورونو له مخې، له دې محبس څخه طالب بندیان څو اوونۍ وړاندې، کله چې طالبانو د کندهار ښار ځینې سیمې لاندې کړې، کابل ته ولېږدول شول او د طالبانو له لوري ښايي ټول خوشي شوي بندیان په جنايي جرمونو محکوم شوي کسان وي.

طالبان هم وايي چې د کندهار د سرپوزې محبس یې، چې کابو څلرویشت ساعته وړاندې له څلورو خواوو محاصره کړی و، نن مات کړی او بندیان خوشي کړي دي.

خو دې ډلې په دې اړه چې له محبس څخه یې خپل کسان خوشي کړي او که نه دي، څه نه دي ویلي.

طالبانو له پرون راهیسې پر کندهار ښار یو وار بیا سخت بریدونه پیل کړxhgي دي.

دې ډلې څو اوونۍ وړاندې د کابل ښار د نیولو لپاره خونړي بریدونه وکړل او د ښار څو حوزې یې ونیولې خو د امنیتي ځواکونو له سخت ومقاومت سره مخامخ شول تر دې چې کومانډو ښار ته ورسېده او طالبان یې د ښار له څنډو وشړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب