سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د ډاکتر نجیب او ډاکتر غني تر مینځ یوه سیاسي پرتله

د ډاکتر نجیب او ډاکتر غني تر مینځ یوه سیاسي پرتله

لومړۍ برخه
استاد شهسوارسنګروال
لومړی ، د نجیب څو تېر وتنې :
دبهرنېیوچارو وزیر، دتېلفون په لیکه دنجیب اله دفتر سره اړیکه ونیوله اووې وېل ، غواړم په بېړنۍ توګه له رفیق نجیب سره وګورم …
ددفتر ریېس ورته ووېل،بښنه غواړم ، هغه ډېر مصروف دی…
چاسره مصروف دی ؟
له عبدالرشید دوستم سره…
اوس چې نږدې لس بجې دي ،څرنګه نوموړی دومره وختي راغلی دی؟
را غلی نه دی ،راغوښتل شوی دی !
زه به وروسته بیا زنګ ووهم … نوموړي دوه سا عته وروسته یوځل بیا …
دتیلفون په کرښه،رفیق! زه به پا وکم دولس بجې راشم،ترهغې چې نور ملګري دغرمې ډوډۍ ته را ځي ما به ورسره خبر ې کړې وي…
بښنه غواړم، لاخبرې همغسې روانې دي …ډاکترصیب راته ووېل،چې ټولوملګرو ته ووایه چې نن دغرمې ډوډۍ لپاره جمهوري ریاست ته را نشي !!
دډاکترنجیب اوجنرال دوستم دا څو ساعته لیدنه دنجیب دوستانو اودښمنانوته ډېرې اندېښنې اوپو ښتنې راپورته کړې!؟
بله ورځ دبهرنېیو چارو وزیرډاکتر نجیب ته ووېل،پرون له «خام» سره ډېر مصرو ف پاتې شوې ایا کومې نتیجې ته ورسېدۍ؟
هو! له «خام» سره مې څو ساعته خبرې وکړې اوپه پاې کې مې ترې وپوښتل ، زماپه هدف پوه شوې ؟ ده همدومره راته ووېل په زړه کې ښه هوښیار یم،خوپه خوله نشم ویلی…
دنجیب اودوستم ترمینځ دوه خبرې ډېرې مو همې وې :
لومړنۍ غوښتنه یې داوه،چې ماته اجازه راکه چې شمال ته لاړشم ،ولې نجیب په دې پوه شوی وه چې دده اراده اوښتې اوبا ور پرې نشي کېدی…ولې نورنا وخته و .
دویمه خبره داوه چې دوستم ورته ووېل،۵۳مه فرقه خودراته جوړه کړه اوس بایدد۷۵زروجنګیالېیولپاره معاش،پوځي وسایل اووسایط اوپه ټوله کې هغه څه چې اردو لري ماته یې هم راکړې … نجیب ورته وېل، ملېشه مې درته فرقه کړه د ۶۵زره جنګیالېیومعاش اوټول هغه څه چې اردوته ور کووم هغه امتېا زات کټ مټ تاته هم درکووم …اوس رانه دلس زروتنواضافه معاش غواړې، دسکات دستګاه اوڅوجت ا لوتکې… ّهو، داهم درکووم ،نور څه چې غواړې هغه هم در کووم،خو دتا ناسته ولاړه له داسې کسانو سره ده چې هغوې افغا نستان ته شوم نیت لري.
هغه مهال چې ددې خبروپه انګېرنو دبهرنېیو چارو وزیر وپوهېده…لومړی ېې سلطان علی کشمندخبرکړاوبیا یې له بریالي،کاویاني،مزدک،جنرال عظیمي،علومي،پیګیراویوشمېر نوروسره په دې تړاویوه ناسته جوړه کړه .
په دغې ناسته کې فیصله وشوه اوپه څوټکو یې ټنګار وکړ :
۱— په هرډول چې کېږي جنرال رشید دوستم دنجیب له ولکې نه ازادکړو،چې شمال ته لاړ شي اورفیق جنرال عظیمي اورفیق پیګیرته دنده سپا رل کیږي چې دا کار عملي کړي.
۲—- جنرال عظیمي ټټر ووا هه، دا کار زه کولی شم اوماته دنجیب الله رګ معلوم دی،چې څرنګه او څه وخت دا پرې ومنم ؟
۳— محمودبریالي ته وویل شول،چې له صالح محمدزیري اودهغه په وسیله له دستګیرپنجشیري سره خبرې وشي ،چې موږدموسسې ګنګرې دغړو حیثیت باید وساتو…
۴—- وکیل ته یوځل بیا ووېل شول،چې خپلې اړیکې نورې هم له مسعود سره پراخې کړي اوپه دې یې پوه کړي چې زموږاوستاسو دښمن یودی .
۵—- انا هیتا را تب زاد ته وویل شو،چې له بې بدیله رهبررفیق ببرک کارمل سره اړیکه ونیسي چې ډېر زر به افغانستان ته بېرته را وګرځي …اوکشتمند ته وړاندیز وسوچې په دې اړه نجیب دېته وهڅوي چې پخپله خوله له رهبرنه وغواړي افغا نستان ته را وګرځي اوښه به وي چې رفیق کارمل ګلاب زوې ته ووایی،چې پلویان یې زموږ ملا تړوکړي .
۶—- کا ویانی پیشنهاد وکړ،چې یوچا ته وظیفه وسپارۍ «چوچې شیطان » سره خبرې وشي ، که ګټه نه رسوي زیان خورسولی شي … محمود بریا لي وویل،رفیق شفیق توده یی ته به دا وظیفه ورکړو،خومزدک ووېل، هغه ځان له توده یې نه لوړګڼي .
ډاکترنجیب الله له دې توطېې نه خبر نه و،چې دنستوړي ما رانوورته څه دام ایښی دی ؟
نجیب له یوې خوا په خپلوپخوا نېیوسیا لانو(خلقیانو) بشپړسیاسي اوپوځي با ورنشوکولی اوله بلې خوا دده پخواني ملګري (پرچمیان ) په دې لټه کې وو،چې دغه«حرام نمکه شاګرد» څرنګه له پښووغورځوي …ولې بیا هم کشتمند لکه دسیوري غوندې ورپسې وواودایې په غوږ کې ورڅڅوله،چې خلقیان خپلولی نشې ،ښه به وي چې خپل پروني ملګري په ځان را ټول کړې… زموږ اوستاسوسیاسي خیروشر یو دی…
ولې هغه مهال چې دګوند دویمه کنګره جوړه شوه ،دنجیب څرګندونې دومره له غوسې اوګواښه ډکې وې،چې دکارمل پلویان یې غوږ په غوږکړل… ان داچې د نجیب پر ضد یې بیل سیاسي تشکیلات جوړکړل .
ولې بیا هم کشتمند په ډېرې هوښیارۍ ډاکترنجیب الله دیوې میلمستیاپه پلمه دانا هیتا کورته بوته اوانا هیتا کارمل ته زنګ وواهه اودنجیب دراتلوډاډ يې ورکړ،بیا دواړواړیکه ونیوه اونجیب ووېل،دملګري کار مل راتګ ماته کومه ستونزه نه ده …
په دې کار سره نجیب الله خپل ډېرپلویان له لاسه ورکړل اوپه دې یې ټینګارکاوه چې دهغه په راتګ به ستونزې زیاتې شي… همداسې وشول !؟
په دې تړاود ډاکتر نجیب الله پوځي سلا کار پروفیسورمحمد ًقا ریېوف(ګاریېوف) هم ددې خبرې پخلی کړی دی،چې ټولو غاړودولتي کا رونه پرې ایښيوواوخپلوسیا سي نا ندرېیوپسې بډ وهلې وو…
ددغوستونزوپه لړکې کومه غمجنه پېښه چې را مینځ ته شوه هغه له کابل نه درشید دوستم وتل واوداچې څرنګه شمال ته ورسېد اوهلته یې دډاکترنجب الله پروړاندې کودتا ته لاره اواره کړه اوپه دې کې دجنرال عظیمي رول څومره دپام وړ وو…په دې اړه به را تلونکوڅپرکو ته تم شو. ( نوربیا )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب