سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+لښکرګاه په اور کې سوځیږي / میرزا محمد حق پرست 

لښکرګاه په اور کې سوځیږي / میرزا محمد حق پرست 

هلمند ولایت د هیواد لسمه برخه تشکیلوي چې د تاریخ په اوږدو کې د تمدن، فرهنګ، اقتصاد او سیاست له اړخه د ارزښت وړ جغرافیه وه چې ورته د غنمو کندو او وړوکې امریکا ویل کیده د پراخې اراضي او د اوبو په در لودلو د هیواد په داخل، منطقې او نړۍ کې د توجو وړ او ستراتيژیکه سیمه ګڼل سوی خلکو يې د هیواد په تاریخي حساسو پړاوونو کې ستر انقلابي او زرین مثبت کارونه ترسره کړي او د مرکزي سیاسي نظام د استحکام په خاطر دې ستر ملت زیاتي تاریخي قربانۍ ورکړي.

نن ورځ دا وړوکې امریکا د منطقې او نړۍ د مغریزو استخباراتو په اشاره او د خپلواکۍ او جهاد د شعار تر نامه لاندي د بربادی او وحشت په لمبو کې سوځیږي او پر ملت باندي هر نوع ظلم، استبداد او وحشت د جهاد او اسلام د مبارکو کلماتو په استفاده تر سره کیږي.

د هلمند ولایت څوارلس ولسوالی لری چې زیاتره ولسوالی د طالبانو لخوا اداره کیږي د دوو اونېو راهیسي د لښکرګاه ښار چې د یاد ولایت مرکز دی د طالبانو لخوا یي د نیولو هڅه روانه ده او د ښار ډیرې سیمې د طالبانو لاسته لویدلي چې د طالبانو د راتګ څخه مخکې لښکرګاه کې نسبي انساني ژوند ممکن وو د دوی د راتګ وروسته لښکرګاه په کربلا بدل سوه.

د څو ورځو او شپو د سختو جګړو له کبله په زرګونه کورنۍ د خپل کور پريښودلو ته اړ سوه په سلهاوو ملکي او نظامي خلک ټپيان او په لسګونه شهیدان سوه طالبان د عامو خلکو له شخصي کورونو او تجارتي ځایونو د سنګرونو په حیث استفاده او د حکومت سره مقاومت تر سره کوي چې د حکومت هوایي ځواک پر هغه ځایونو بمبار تر سره کوي لښکرګاه ملت په وینو لند او په خاورو موړ دی لښکرګاه په کربلا بدل سوی د بشري ناورین لوی بحران پر یاد ملت راغلی په لسګونه عام خلک او ماشومان د سړو مرمیو یا تودو مرمیو او بمبار له کبله خپل ژوند د لاسه ور کړی د جګړي په محل کې پراته دي چې یو شمیر یي د انساني کرامت خلاف اجساد یي په ډير بي حرمتی په مختلفو ساحو کې پراته  چې  په ښار کې د وحشت او دهشت  ننداره رامنځ ته کړي د جګړې دواړه طرفونه د جګړې اصول په پام کې نه نیسي طالبانو څخه موږ د انسانیت هیڅ توقع نه لرو د دوی د راتګ په وجه دا بربریت او ستر انساني ناورین رامنځ ته سوی ټول ملت د حکومت څخه د جګړې د اصولو او بمبار نه کولو توقع لري پر ښار باندي یوه ناوسه او غمیزه چوپتیا خپره ده ټول د دې ناوړه جګړې څخه ستړي او طالب ته د ستر ظالم، جهادي معامله ګر او د پردیو استخباراتو د وسیلې په سترګه ګورې او د دوی د اوجود څخه د دې خاوري د خلاصون دعاوي کوي چې د اسلام مبارک دین یي په نړۍ کې د ترهګری او وحشت د منبع په ډول معرفي کړی.

د مادي او معنوي اړخه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت یاد ولایت ته تاوان رسیدلی چې د دې جبران د نړیوالي ټولنې د همکاري پرته د لسګونو لسګونو کلونو په دوران کې هم ممکن نه دی فعلآ لښکرګاه ښار کې موجود اوسیدونکي کلابند دي د حکومت او طالب د جګړې په منځ کې قرار لري د اوبو او وچې ډوډی د کمښت سره مخامخ دي هر شپه د بمونو د لوړو اوازونو د لاسه خوب او ارامښت  نه لري شخصي کورونه او ملکیتونه د طالبانو او حکومتي ځینو کسانو له لوري  سوري کړل سوی او د خلکو مالونه د ژوند ټول هست او نیست د دوی په اختیار کې دي معلومه نه ده چې څومره شخصي کورونو شیان چور سوی یا غلا سوي چې دا به د جګړې وروسته مشخص سي.

په ښار کې تر اوسه په لسګونه غټي او وړي شخصي او دولتي ودانی بمبار او ویجاړ سوی چې میلیونونه میلیونونه ډالر خساره شخصي او دولتي ارګانونو ته رسیدلي دي پر رسنېو زیات اورو چې یوه سیمه سقوط سوه شاید ځينو ته د سقوط کلمه عادي او بي ارزښته وي اجازه راکړی چې د سقوط په اړه لنډ معلومات ستاسو حضور ته وړاندي کړم.

سقوط د یوې سیمې په دې معنا دی چې هغه سیمه د څو لسېزو لسېزو کلونو لپاره د سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، تعلیمي او توسعې اړخونو په لحاظ د پرمختګ څخه لویږي.

ژوندی نمونه یي فعلي لښګرګاه ده چې اساسي د ژوندانه بنسټونه یي لمنځه تللي او هر اړخیز شاتګ یي کړی که چیري طالبان یاده سیمه فورأ هم پریږدي حکومت او د محل خلک د دې مادي او معنوي تاوانونه په لسېزو لسېزو کلونه نه سي جبران کولای.

د اقتصادي اړخه خلک په ټولو ولسوالیو کې په ستر اقتصادي بحران  کې قرار لري دا چې هلمند یو زراعتي ولایت او د خلکو اقتصادي وده د همدې لاري تر سره کیږي د جنګ او دولت بي توجويي له کبله شمالي ولسوالی د اوبو د کمښت سره مخامخ سوه چې  په زرګونه جریبه مځکه وچه او د زراعت د ستر نعمت څخه بي برخې سوه چې د هلمند ولایت د خلکو اقتصادي وضعیت صفر ته رسیدلي دولت د مخالف لوري سره په جګړه بوخت دی ولس ته لومړني خدمات هم نسي وړاندي کولای.

د نړیوالي ټولنې په شتون کې هم د هلمندیانو لپاره بنسټیز اقتصادي کارونه تر سره نه سوه د همدې دلیل لمخې ډیر جنګیالي د بيکاری له کبله د طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته جذب سوی په زرګونه بیلګې موجود دي چې ځوانان د بیکاری له کبله جنګ او نشې توکو ته مخه کړی د بیکاری ګراف ډير لوړ دی د شخصي تحلیل لمخي په هلمند ولایت کې د بیکاری فیصدي ۹۵ ته رسیږي.

د منطقې او نړیوالو مغریزو استخباراتي شبکو د لسېزو لسېزو کلونو راهیسي د هلمند ولایت په ډیرو سیمو کې نوی نسل په مختلفو دلایلو او خنډونو د زده کړو څخه راګرځوي چې له بده مرغه تر ۹۰ فیصده اضافه نوی نسل بي سواده او نا روزل سوی دی چې د استخباراتو د جګړېز موخو لپاره مناسب د سون توکې دي.

د نړۍ سیاسي تاریخ لمخي اکثریتو پرمختللو هیوادونو جګړه، بي سوادی او اقتصادي بحران تیر کړی چې مدیریت او اساسي نقش دولتونو لوبولی نن زموږ ډیر انتقاد پر اوسني دولت دی چې د دولت په حیث هغه څه چې ملت ځیني توقع لري نه دي تر سره کړي او تر ډيره بریده اوسنۍ بد وضعیت د دولت د ناسم ماموریت لمخي رامنځ ته سوی د یو هلمندي په حیث اوس هم ناوخت نه بولم چې دولت دي د هلمند رهبری کې اساسي تغییر رامنځ ته کړي ملکي او نظامي واحد قاطع او با تعهد ټیم جوړ او په کار واچول سي او دوامداره حل لپاره د یو قوي ستراتیژی پر اساس هلمند ولایت لپاره د جغرافیي سیاست او ټولنې پيژندني د علومو لمخي دي خاص مسلکي با تعهد ملکي او نظامي ټیم هلمند ته انتخاب کړي او د منطقې او نړۍ خاصه توجو دي د هلمند مهمې جغرافیې ته د امن پربنیاد راوګرځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب