سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهعمران خان: طالبان تر هغو د سولې خبرې نه کوي چې اشرف...

عمران خان: طالبان تر هغو د سولې خبرې نه کوي چې اشرف غني واک نه وي پرې ایښی

تاند(چهارشنبه، د اسد۲۰) د پاکستان صدراعظم عمران خان چې عموماً د طالبانو په نیابت خبرې کوي، نن ویلي چې طالبان تر هغو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي چې اشرف غني له دندې لاس نه وي اخیستی.

عمران خان دا خبره نن وروسته له دې وکړه چې په قطر کې د طالبانو ویندوی محمد نعیم وویل، د افغانستان حکومت د سولې خبرو ته لېواله نه دی او د دوی پر ضد یې جګړه اعلان کړې ده.

عمران خان، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو په اړه د افغان خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې د طالبانو ویندوی نه دی، نن (چهارشنبه) د طالبانو د مشرانو په قول وویل«شرایط داسې دي تر څو چې اشرف غني وي، موږ (طالبان) د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویندوی محمدنعیم د افغانستان حکومت په دې تورنوي چې د سولې خبرو ته ژمن نه دی او دوی د سولې په خبرو کې پرمختګ ته هیله نه لري.

ښاغلي نعیم ازادي راډیو ته وویل« دا چې دوی دې خبرو ته ژمنتیا او سولې ته لېوالتیا نه لري، فکر نه کوم چې کوم ځانګړی پرمختګ دې وي. په لومړي سر کې باید نړیوال پر کابل ادارې فشار راوړي چې له ولس وژنې لاس واخلي»

خو د نعیم د څرګندونو خلاف د افغانستان مرکچي پلاوي غړي او د سولې عالي شورا وايي چې د سولې د بهیر چټکتیا او د جګړې پای ته رسېدا د دوی اصلي پیغام دی.

5 COMMENTS

  1. سلامونه،
    له دې معلومېږي چې اصل چل د جوی ې بایډڼ او انګرېزۍ ادې ېې او دپهنجابیانو لاسپوڅی کریکټر عمرانک! ؛او د پټو دروازو شاته داخل ګوډاګیانو او ګلمرګانانو موخه په لمړي قدم کې پښتانه او افغان قومونه یا ولس (وژل، ژوبلول ، برمته نیول، دربدره کول ،اېلول …. ) اوبيا د( ولس مشر! م. اشرف غني خان له قدرته غورځول دي) چې آن له هرې دورې انتخباتو څخه معلومیده!!.
    مګر د ملي او بین المللی ابلیسانو او شیطانانو هدف د انګریز؛روس او امریکونیانو …. د ماتو کسات او انتقام اخیستل دي حتی د یوګوسلاویا او سوريې مثالونه ورکوي . چې پنجابي داعش +- ټي ټي پي او ټ ط.ا او لسګونه ترههګرانو +- فاتمیون ا. د.ن. … ې په دا ۳۱ کالونو کې په منطقه کې فعال کړي دي .
    مونږ به دعا کوو چې د وطن اصل بچیانو چې په هره خوا کښې وي او د ولس غم ورسره وي الله دې مل شي او همدې د اګست یا اسد میاستې چې د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ شپې ورځې دي د نیکونو او شهیدانو ارواهې راژوندۍ شي!.آمين. ثم آمين.
    غني خان او ملګري دې خدایېپه پلانونو او افغان ژغورلو او آبادۍ کښې کامیابه او سر لوړی لري . او بد خواهان دې سرکوزي او شرمنده.

  2. چی د یهودو د زوم تر شا د کوم بل برېتور ارباب ملاتړ نه وی نو پلار ئې هم دا ډول څرګندونی نه سی کولای.

  3. د پاکستان صدر عمران خان که د طالبانو ویاند.
    زه نه پوهېږم چې دا د ګېدړې زوی د چټلستان صدراعظم دی که د يوې ترورېستې ډلې وياندوی. دا حرموني خو والله که په بین المللي پروتکولونو پوهېږي. زه خو همېشه وایم چې دا احمق د لیونۍ کوسې اولاد به یوه ورځ انشاءالله حتما پاکستان په کونه کېنوي. نړۍ او ملګري ملتونه تر دې بل کوم ثبوت غواړي چې دا جنګ د پاکستان دی نه دی طالبانو.
    ملا برادره د مور شېدې دې سه که دې حکومت وګټه که نه، خو منم دې چې له تور مخې پاکستانۍ صدراعظم دی خپل ویان جوړ کړ. زه فکر کوم چې ذبیح الله مجاهد به په رسنیو کې د عمران خان مستعار نوم وي. اشرف غني نه وپوشتئ چې په دې پاکستاني چارړاکو یې کومه بلا راوستې چې داسې ترې بېزاره دي. ژوندی او سرفرازه دې وي افغان ولسمشر اشرف غنی او د افغانستان باتور پوخ او خلک.

  4. TARAN KHANAH DAA ARMAN BA GOOR TAH YOOSEE.
    PAKISTAN&TERLIBAAN GOING DOWN WE HAVE STRONG ARMY AND UNITED AFGHAN NATION.
    WE DEFENSE FROM OUR LAND AND DEMOCRACY,
    DEATH ON TALIBS &THEIR SAPORTER PUNJAAB
    ZENDAA BAAD AFGHAN NATION/ARMY

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب