Homeخبرونهعبدالله په دوحه کې د پاکستان او م.م. له استازو سره ولیدل

عبدالله په دوحه کې د پاکستان او م.م. له استازو سره ولیدل

تاند(پنجشنبه، د اسد۲۱) د افغانستان د ملي مصالحې ريیس عبدالله عبدالله پرون / چهارشنبه په دوحه کې د پاکستان له ځانګړي استازي ښاغلي محمد صادق خان او د افغانستان د سولې لپاره د ملګروملتو له ځانګړې استازي سره ولیدل.

د پاکستان استازي محمدصدیق خان له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په افغانستان کې د جګړې شدت ته په کتو وویل، چې جګړه د حل لاره نه ده او ژمن دی چې د افغانستان له سولې سره مرسته وکړي. هغه د مذاکراتو په بیا پیل او دوام ټينګار وکړ.

ښاغلي عبدالله د پاکستان استازي ته وویل چې په افغانستان کې جګړه سیمه ناامنه کوي او اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه هم په یوه خوله په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دریځ غوره کړي.

ده همدارنگه ټينګار وکړ چې په افغانستان کې ټول سیاسي او جهادي مشران او خلک د جګړې د مخنیوي او د افغانستان د ژغورنې لپاره یوه خوله دي او د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

د ملي مصالحې د عالي شورا رئيس پرون د افغانستان د سولې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په دوحه کې په خپل استوګنځي کې ولیدل.

په دې ناسته کې د افغانستان سولې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې د جګړې په فوري بندېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید د سولې د مذاکراتو پر وړاندې خنډونه لرې شي.

هغه وویل، چې دوی په افغانستان کې له پراخېدونکې نا امنۍ او د جګړې له زور اخیستو اندېښنه لري او غوښتنه کوي چې د سیاسي توافق د رامنځته کېدو لپاره دې جګړه بنده او مذاکرات سرعت پيدا کړي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي نه د مننې ترڅنګ وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ په یوه خوله په افغانستان کې د سولې تامین او جګړې د پای ته رسېدو لپاره واحد دریځ غوره کړي.

هغه وویل، چې طالبانو تل له خبرو اترو مخ ګرځولی او په افغانستان کې یې د جګړو په دوام سره یې د ملکي تلفاتو شمېر لوړ او زرګونه کورنۍ یې بېځایه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...