سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+زما نوم پنېر دى

زما نوم پنېر دى

د معدې قوي كوونكى يم او د خوراك په هضم كې مرسته كوم. كه له مرزه  (savory) او چارمغز يا مټك سره مې وخورئ،په ځان چاغولو كې به مو مرسته كړې وي.

كه له نعناع يانې پونې (pennyroyal، bee blam) سره وخوړل شم د زهرو ښه ختمونكى يم.

كليوال خلك د عمر ډېروالى په ما كې ويني. زه د پنېر د تومنې په كېښودلو سره جوړېږم. له سلو ډېر ډولونه لرم او دا ډولونه هم د پنېر په تومنه كېدلو پورې تړاو لري.

په لويه كې د پنېر تومنه په دوو ډولونووېشل كيږي،يانې حيواني او نباتي.

حيواني ډول د هغو نوزېږو څارويو د معدې له مخاط(mucosa)ترلاسه كوي، چې تيخور(شيدې خور)وي او واښه نه خوري.

نباتي ډول د اينځر او څو نورو ونو له شيرې جوړيږي.خورا ښه بوټي، چې نباتي پنېر ترې جويږي، په سوېلي پښتونخوا او بلوڅستان كې پخپل سر راشنه كيږي  او پنېربند نوميږي.دغه بوټي ۳۰ سلنه د پنېر سوچه تومنه(مايه،موره) لري.

دا ګټور بوټي په هغو خدايي وركړو كې دي، چې تراوسه ورته پام نه دى شوى. په هېرو كړاى شويو بوټيو كې بلل شوي او ګټه هم نه ده ترې اخستل شوې.

د پوهانو په باور كه دې ته وكتل شي، چې هره ورځ په نړۍ كې څومره پنېر خوړل كيږي، نو دا به در معلومه شي، چې خپله بې غوري مو سبب شوې، چې د  پنېر صادرات  نه لرو او  د پنېربند بوټي په داسې سيمو كې كرل كېداى شي، چې سوېلي پښتونخوا يا د سيستان بلوڅستان په څېر ګرمه هوا لري.

د دغو بوټو په كركيلې سره د پنېر په سلګونو زره ټنه محصول ترلاسه كولاى شو.

كوم پنېر چې له پنېر بند ونې جوړيږي، ډېر ويټامينونه لري او د پنېر له نور ډولونو ښه بوى او ښه خوند هم لري.

زه ډېر ګيله من او عجيب پاتې يم، چې ما له حيواني تومنې جوړوئ او د هغې لپاره داسې كوچنى څاروى حلالوئ، چې نوزېږ دى.

په دغه چاره داسې پنېر لاسته رواړئ، چې د اسلامي شريعت له مخې مكروه دى او ژر خرابيږي او خوسا كيږي.په داسې حال كې چې كوم پنېر د بوټي له تومنې جوړيږي، پورتنۍ نيمګړتياوې نه لري.

زما يو ډول له مستو هم جوړيږي.دا ډول ډېر ګټوردى او خلك يې ډېر خوښوي.كه زما دا ډول د هغه سالم څاروي له شيدو جوړ كړاى شي،چې په ورشو(وښيانه،صحرا)كې څري ډېر خوندور،ګټور او مزه ناك به وي.

د سي او بي ويټامينونه او معدني مالګې په تېره كلسيم لرم، ځكه خو د ډوډۍ لپاره ښه خواړه يم، چې ټول حياتي عوامل لرم او كه په بدن كې دغه شيان لږ وي جبرانوم يې.

زه كولمې او معده پياوړې كوم.هغه ګټور موجودات چې په كولمو كې شته او د خوړو په هضم كې مرسته كوي، له مانه خورا ك كوي يا تغذيه كيږي.

زه سوچه او سالمه وېنه جوړوم. زه په ځنډ سره هضم كېږم، خو له هضم وروسته په ژونكو يا حجرو كې ژر جذب كېږم او هغه رغونې يا ځان ترميمولو او جوړلو ته هڅوم.

كه له چارمغز يا مرزې سره وخوړل شم، بدن چاغوم، د بدن پوټكى نرموم او د سپينو(نقرې)او سرب مالګې بې زهرو كوم.

كه زه تازه يم، په اوبو كې مې وځوښوئ او بيا هغه اوبه داسې ښځې ته وركړئ، چې ماشوم ته تى وركوي، شودې يې ډېريږي.كه په اور مې ګرم كړئ، هغه اوبه مې چې له ما وځي،اسهال درملوي.

زوړ او فاسد يا خراب شوى ډول مې زهري، خطرناك او په بدن كې كاڼي يا ډبرې توليدوي.

زما تازه ډول، چې لا يې هم اوبه وتلې نه وي، خوب راوستونكى دى. د عصابو او مغز د پياوړتيا، د معدې د پړسوب او نو يا نم د درملنې او د نري رنځ د علاج لپاره ګټور بلل كيږي. د بدن وچ پوټكى نرموي، وسواس او د وينې فشار او صفراوي ناروغۍ درملوي.

كه غواړئ، چې زه ډېر ستاسوكور كې پاتې شم او خوسا نه شم، تل مې په مستو لا هم تروو(شړومبو)كې واچوئ.

زما مالګين او نويي(زوړ)ډول چې خراب شوى نه وي، بلغم له منځه وړي.اشتها پاروي او د معدې رطوبت لرې كوي.

كه له ګبينو سره گډه پټۍ يا ملهم رانه جوړ كړئ، نم لرونكى پړسوب يا نم لرونكې دانې سورۍ كوم او له زيتون سره ګډه پټۍ يا ملهم مې د بندونو د نرمېدلو لپاره وړانديز(تجويز)كيږي او كه هغه د لاس او پښو پر چاودو ومښئ،جوړيږي.

كه ما د ژلاتين اوبو يا د پسه د پښې اوبو سره مخلوط كړئ، لږ نوشادر هم پرې را زيات كړئ او بيا مې پرمخ ووهئ، د مخ تور ټپونه به مو ورك شي.

كه له نعناع يا وېلني سره وخوړل شم،پر دې سربېره چې د هاضمي سيستم لپاره ګټور يم، د غومبسو يا مچيو او لړم زهر هم بې وښه(بې زهرو)كوم.

كه له خجيرې يا خرما سره مې وخورئ،غذايي كيفيت يا څرنګوالى يې لوړوم.د اريانا د پخوانيو طبيبانو په باور كه له سبزي يا د چارمغز په څېر مېوې سره وخوړل شم،ډېر به ګټور يم.

زه مورنۍ خور لرم، چې مستې دي.زموږ دواړو مور شودې ده او پلار مو بېل وي.

هرګوره(البته)مستې به پخپل وار سره ځان پخپله در وپېژني، خو زه غواړم، چې له ځيركو لوستونكو پوښتنه وكړم، كه له تاسو پوښتنه وشي،چې په نړى كې لومړنۍ مستې چا جوړې كړې او كومه تومنه يې پكې ووهله؟ځواب به مو څه وي؟

تاسو له نور كسانو هم دا پوښتنه كولى شئ او ويې پوښتئ، چې په نړى كې لومړنۍ مستې څه ډول جوړې شوې؟

بې شكه چې د دې پوښتنې په ځواب نه تاسو پوهېږئ، نه مستې جوړونكي، نه پوهان او ان نننى خواړه پېژندونكي هم پرې نه پوهيږي.

د دې معما ځواب دا دى، چې لومړى ځل مستې په بلغاريا كې جوړې كړاى شوې دي.

غزا نور غزا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب