تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۱) د غزني امنیتي چارواکي د یاد ولایت د سقوط اوازې رد کړې.
د غزني د والي ویاند واحد الله جمعه زاده وایي، وسله والو طالبانو پرون ناوخته د غزني ولایت مرکز اړوند پر یو شمېر سیمو بریدونه وکړل، خو له ماتې سره مخ شول.
د جمعه زاده په خبره امنیتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو مخه ونیوله.
د نوموړي په خبره په متقابلو بریدونو کې په زیات شمېر وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو زیاتوي د مرګ ژوبلې کره شمېره به وروسته شریکه کړي.
د جمعه زاده په وینا افغان ځواکونه په قوي عزم سره د طالبانو پر وړاندې ولاړ دي او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې مرکز ته رانږدې شي.
وسله والو طالبانو هم پر غزني ښار بریدونه تایید کړي دي.
ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼې سیمې د دوی واک ته لوېدلي دي.
د معلوماتو له مخې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.