سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهپر هرات ښار د طالبانو بريدونه دفعه شوي خو د شينډنډ هوايي...

پر هرات ښار د طالبانو بريدونه دفعه شوي خو د شينډنډ هوايي ډګر يې نيولی دی

تاند( پنجشنبه د اسد ۲۱) د هرات ځایي چارواکي وايي،چې تېره شپه طالبانو پر هرات ښار شپږ ډلییز بریدونه وکړل خو د امنیتي ځواکونو او پاڅونوالو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د هرات والي عبدالصبور قانع وایي،چې تېره شپه طالبانو له څلورو لورو پر دغه ښار ډلییز بریدونه وکړل، خو د افغان امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو تر سخت مقاومت وروسته بېرته شاتګ ته اړ شول.

ښاغلی قانع وایي،چې د دغو جګړو په لړ کې ۳۰ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

نوموړی، په دغو جګړو کې د یوه افغان سرتېري وژل کېدل او د څلورو نورو ټپي کېدل مني.

د هرات ښار د تېرې شپې په جګړو کې له درنو وسلو کار اخېستل شوی چې د ځایي خلکو په وینا ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي،خو تر اوسه یې په اړه کره معلومات نشته.

بل خوا یوه امنیتي سرچینه مني چې افغان امنیتي ځواکونه د شینډنډ له هوایي ډګره وتلي دي.

د سرچینې په وینا، د افغان ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هوايي ډګر له کومې نښتې پرته د طالبانو لاسته لوېدلی دی.

د طالبانو ویاند هم ادعا کړې چې دې ډلې د شینډنډ هوایي ډګر نیولی دی.

طالبانو له تېرې یوې میاشتې راهیسې پر هرات ښار بریدونه پېل کړي چې د ځایي چارواکو په وینا د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د مقاومت له کبله یې مخه نیول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب