جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین له پراختیا د مخنیوي...

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین له پراختیا د مخنیوي غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه د اسد ۲۱) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنري وایي، نړیوال دې په افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.

د یادې کمېشنرۍ مشرې مېشل باچله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان په جګړه کې ملکي تلفات لوړ شوي دي او په وینا یې چې د جګړې تر ټولو ډېر زیان ملکي وګړو ته اوړي.

هغې زیاته کړې که وضعیت همداسې دوام کوي په افغانستان کې د بشري ناورین د پراختیا امکان شته دی، نو په کار ده چې نړیوال په افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي، د سولې هڅې دې پراخې کړل شي او روانه جګړه دې د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

باچله وایي طالبان باید پر ښارونو له برید کولو ډډه وکړي ځکه په دې سره د ملکي وګړو تلفات ډېرېږي او عامه تاسیساتو له منځه ځي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان سولې په هکله درې ورځنۍ غونډه روانه ده، خو طالبانو ویلي چې دوی له یادې ناستې د مثبتو پایلو تمه نه لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې حکومت د دوی پر وړاندې جګړه اعلان کړې، خبرو ته ژمن نه دی نو ځکه دوی په خبرو کې د پرمختګ تمه هم نه لري.

ورته وخت کې د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح راتلونکو جوړېدونکو ناستو ته هیله من دی او په وینا یې چې دوی له سیمه ییزو هېوادونو سره خپل وړاندیزونه او طرحې شریکې کړې دي او تمه شته چې یادې ناستې به د سولې خبرو پرمختګ سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب