جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد جګړو له امله کابل ته راغلي کډوال لومړنیو مرستو ته اړتیا...

د جګړو له امله کابل ته راغلي کډوال لومړنیو مرستو ته اړتیا لري

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۱) په دې وروستیو کې سلګونه کورنۍ د جګړو له امله د هېواد له بېلابیلو سیمو کابل ته را کډه شوي او دلته ډېر سخت ژوند لري.

بې ځایه شوې کورنۍ ډېری یې په تفریحي پارکونو کې له سرپنا پرته ژوند کوي.

دوی وایي که مرسته ور ونه رسېږي وضعیت به یې تر دې هم بدتره شي او واړه ماشومان به یې له لوږې ومري.

بې ځایه شوې کورنۍ له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي، چې جګړه بنده او افغان ولس دې نور نه ځوروي.

دوی وایي دې حالت ته طالبانو ورسول خو بیاهم هیله لري، چې روان وضعیت به مهارشي او دوی به خپلو سیمو ته بېرته ستانه شي.

که څه هم تېره ورځ حکومت پرېکړه وکړه چې کابل ته راغلې کورنۍ به په مساجدو کې ځای پر ځای کړي خو کابل ښاریان وایي، د بې ځایه شویو شمېر زیات دی ، حکومت دې ورته لازم تدابیر ونیسي.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ هم په افغانستان کې د افغان ولس پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې نړیوال دې په افغانستان کې د بشري ناورین د پراختیا مخنیوی وکړي.

د یادې کمېشنرۍ مشرې مېشل باچله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغان جګړه کې ملکي تلفات تر بل هر وخت لوړ شوي دي.

د نوموړې په خبره د جګړې تر ټولو ډېر زیان ملکي وګړو ته اوړي او که وضعیت همداسې دوام کوي په افغانستان کې د بشري ناورین د پراختیا امکان شته دی.

هغه وایي نړیوال دې په افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي، د سولې هڅې دې پراخې کړل شي او روانه جګړه دې د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

سرچینه وایي  طالبان باید پر ښارونو له برید کولو ډډه وکړي ځکه په دې سره د ملکي وګړو تلفات ډېرېږي او عامه تاسیساتو له منځه ځي.

د یادونې دهو چې تېره ورځ د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو راشدخان او محمدنبي هم په آنلاین بڼه د جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو د راټولولو لړۍ پيل کړه.

دوی ویلي دا مو ملي وجیبه ده چې په اوس وخت کې د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړو.

دوحې ته د افغان چارواکو له تګ مخکې د یوناما مشرې له ولسمشر غني سره وکتل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب