سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهامریکا: افغانستان منظم پوځ لري، د راتلونکي مسؤلیت یې رهبرانو پورې تړلی

امریکا: افغانستان منظم پوځ لري، د راتلونکي مسؤلیت یې رهبرانو پورې تړلی

تاند (پنجشنبه د اسد ۲۱) امریکا وایي د افغانستان د راتلونکې مسؤلیت ددغه هېواد د مشرانو او رهبرانو پر غاړه دی.

دغه خبره د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پرون چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وکړه او وې ویل چې دوی له افغان حکومت سره  هر ډول مرسته کړې ده.

د مېرمن ساکي په خبره چې افغانستان منظم پولیس او اردو لري خو دا چې د هېواد راتلونکې ته څه پېښېږي افغان رهبرانو او افغان ولسمشر پورې یې تړاو لري.

هغې وویل د افغان مشرانو مسؤلیت دی چې دوی خپل یووالی ساتلی شي او د طالبانو پر وړاندې مبارزه کولی شي او کنه.

نوموړې همدا راز زیاته کړه، هغه څه چې افغان ځواکونه ورته اړتیا لري په واک کې لري، نو له دې امله امریکا په افغانستان کې د اوسني وضعیت په هکله واضح تجویز نه لري، بلکې مسؤلیت یې افغان مشرانو او چارواکو ته سپارلی دی.

امریکا وايي د افغانستان څه باندې ۳۰۰ زره پوځ ته یې روزنه ورکړې، تجهیز او تمویل کړی یې دی او دا شمېر تر وسله والو طالبانو زیات دی او دا د هغوی مسؤلیت دی چې د یادې ډلې په وړاندې مبارزه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب