تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۱) د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۲۱۷ طالبان وژلي او ۱۰۸ تنه نور يې ټپیان کړي دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې دا عملیات په ننګرهار، غزني، فراه، هرات ، فاریاب ، هلمند، کندز او کاپيسا ولایتونو کې افغان ځواکونو ترسره کړي دي.
سرچینه وایي، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو د طالبان په زیاته اندازه درنه او سپکه وسله هم له منځه وړې ده.
په ورته وخت کې بیا د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۷۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي، چې پرمهال یې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د یاد ادعاو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.