چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهطالبانو د غزني ولایت مرکز غزني ښار ونیوه

طالبانو د غزني ولایت مرکز غزني ښار ونیوه

تاند(پنجشنبه، د اسد۲۱) وسله وال طالبان وايي چې د غزني ولایت مرکز، غزني ښار یې نیولی دی.

د ولایتي شورا ځینې غړي او شاهدان تاییدوي چې طالبان په ښار کې دي او اکثره دولتي ودانۍ یې نیولي دي.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې نن د دوی کسانو د غزني ښار، د وایت مقام، امنیه قومانداني، محبس او پوځي مرکزونه ونیول.

د غزني له څو هزاره مېشتو ولسوالیو پرته د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو په کنټرول کې وې.

غزني ښار تر دې وړاندې هم د لنډ وخت لپاره طالبانو نیولی و. غزني لسم ولایتي مرکز دی چې د طالبانو لاس ته لوېږي.

همداراز له فراه څخه راپور وايي چې په دغه ولایت کې د ملي اردو لوا بې جګړې طالبانو سپارل ده.

ویل شوي چې د لوا قوماندان، د ولایتي شورا رييس او یو شمېر پوځیان ایران ته تللی او وروسته طالبان لوا ته داخل شوي دي. په دې اړه دولتي چارواکو او طالبانو لا څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب