چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهاردوغان: ښايي د طالبانو له مشر سره وګورم

اردوغان: ښايي د طالبانو له مشر سره وګورم

تاند(پنجشنبه، اسد٢١)- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري په چټکۍ د ځینو سيمو نيولو او جګړو په اړه اندېښنه ښوولې او وايي، ښايي د طالبانو له مشر سره وګوري.

اردوغان ویلي: “وروستي تحولات او د افغان ولس حالت واقعاً د اندیښنې وړ دی. له همدې کبله ترکیه له طالبانو سره د خبرو اترو کولو په لټه کې ده، ښايي حتی که زه وکولای شم له هغه چا سره ووینم چې د هغوی مشر دی.”

د ترکیې ولسمشر له دې مخکې هم اعلان کړی و، چې د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو په هکله به له طالبانو سره خبرې وکړي.

بل لور ته ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره ورځ مازدیګر ولسمشر غني له خپل ترکي سيال رجب طیب اردوغان سره ټليفوني خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې ولسمشر غني د ترکیې د اصولي دریځ او په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لورې د تاوتریخوالي زیاتولو په اړه د دغه هیواد د اندېښنو قدرداني وکړه او په هیواد کې د عادلانه او تلپاتې سولې د راوستلو په برخه کې یې په سیمه کې د ځواکمن اسلامي هیواد په توګه د ترکیې رول ارزښتناک وباله.

د ارګ خبرپاڼه کې راغلي، اردوغان په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو اندېښنه څرګنده کړه وې ویل، د ترکیې حکومت او خلک د افغان ولس تر څنګ ولاړ دي، باید په افغانستان کې تاوتریخوالی پایته ورسېږي د تلپاتې او عادلانه سولې د تامین په موخه سیاسي حللاره پیدا شي.

سرچینه وايي، اردوغان وویل، د افغانستان وضعیت څاري او د تاوتریخوالي پایته رسولو او د عادلانه او پایداره سولې د تامین په موخه به خپلې ټولې هڅې وکړي.

د ترکیې ولسمشر داسې مهال د افغانستان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې وسله والو طالبانو د يو شمېر شمالي او لويديځو ولایتونو مرکزونه نيولي دي او تازه راپورونه وايي چې طالبانو د غزني ښار هم ونيوه.

د غزني د ولایتي شورا ځینې غړي او شاهدان تاییدوي چې طالبان په ښار کې دي او اکثره دولتي ودانۍ یې نیولي دي.

دوى وايي، والي داود لغمانى هم ولایت پرېښى او کابل ته تښتېدلى.

طالبانو د غزني ولایت مرکز غزني ښار ونیوه

همداراز له فراه څخه راپور وايي، چې په دغه ولایت کې د ملي اردو لوا بې جګړې طالبانو سپارل شوې ده.

ویل شوي، د لوا قوماندان، د ولایتي شورا رييس، د ولسي جرګې يو غړى او یو شمېر پوځیان ایران ته تللي او وروسته طالبان لوا ته داخل شوي دي او په دې اړه دولتي چارواکو او طالبانو لا څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب