چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د پرزنټېشن ورکولو لارې چارې

د پرزنټېشن ورکولو لارې چارې

ژباړه: محمدشفیق شرفزی
په رسمي ډول د یو ویونکي (speaker) لخوا ځانګړو خلکو ته د مالوماتو وړاندې کولو ته پرزنټېشن وایي.
د پرزنټېشن کلدي عناصر  عبارت دي له وړاندې کوونکی، سامعین او پېغام څخه، له دوی څخه که په یو کې هم کمی و، په پرزنټېشن یې تاثیر پریوځي.
د کمپیوټر اختراع او پاورپواینټ پروګرام پرزنټېشن نه یواځې آسانه کړی بلکه دلچسپه کړی یې هم دی. تاسې اوس خپل موضوعات نه یواځې په سلایډونو کې وړاندې کولی شئ، بلکه ویډو ګانو له طریقه هم خپل نظر ته تقویت ورکولی شئ. ستاسې د لیکنې او پرزنټېشن د وړاندې کولو انداز پر سامعینو نېغ په نېغه تاثیر اچوي. په پرزنټېشن کې تل د یوې موضوع په اړه عمومي تیاری، منظم پلان، لیکل، اورېدو وسایل او سوالونو او ځوابونو ورکولو ته ضرورت وي.
شفیق شرفزی

دا یو حقیقت دی، چې کله د پرزنټېشن نوم واورو نو وېره مو په زړه کې راشي، چې نه چېرې یو څوک راڅخه کومه سخته پوښتنه ونه کړي. یا که د کوم شرکت پرزنټېشن وي هسې نه، چې د پرزنټېشن په جریان کې خلک ستړي شي او تالار پرېږدي. پدې کې تر ټولو لمړی اصل دادی، چې تاسې وارخطا نه شئ او ونه ډارېږئ. د پرزنټېشن په تشویش کې د شپې له ویښ پاتې کېدو ځان وساتئ. که یو ورځ وروسته پرزنټېشن لرئ نو خوب ته د وخته ولاړ شئ. یو ورځ مخکې مو باید ټولې تیاریانې کړې اوسي. په سبا ښه ناشته وکړئ تر څو مو په بدن کې کافي توانایي وي. د پرزنټېشن په ورکولو کې دغه ټکي خورا اړین دي.

متمرکزه توجو
په پرزنټېشن کې تر ټولو مهم شی د توجو متمرکز ساتل دي. ځکه تاسې د سامعینو زړه ګټل نه بلکه خپل موقف وړاندې کول غواړۍ او خپله نظریه د هغوی ذهن ته رسول غواړئ، پداسې انداز سره، چې هغوی ستا په خبره پوه شي. له ټولو لمړی مهمه موضوع بیا پدې اړه درې مهمې نکتې او په اخر کې څو جملې چې مربوطه پرزنټېشن حمایه کړي او بیا په ښه شان سره سامعینو د پوښتنو  ځوابونو ته ذهناً چمتو واوسئ.
لنډ خو له مانا ډک
تاسې باید ګډې وډې او له موضوع لرې خبرې ونه کړئ. اوریدونکي غواړي، چې کره او دقیق مالومات ارایه کړئ، پدې سره ستاسې موضوع دلچسپه کېږي. که تاسې درې نکتې وړاندې کول غواړئ نو ستاسې د وینا محور باید همدغه درې نکتې احاطه کړي او په همدې کې به وضاحت ورکوئ. تاسې، چې کوم حقایق بیانوئ باید ستاسې نکتې حمایه کړي.  که کومه وینا یا اقوال وړاندې کوئ باید مرستندویه وي خو فکر مو وي، چې ناست خلک تنګ نه شي.
د میډیا کارول
نن سبا په پرزنټېشن کې د میډیا کارونه تقریباً لازمي ده. په اصل کې بصري میډیا کارونه فقط فوکل پواینټ لپاره وي. دا خبره یقیني کړئ، چې تاسې خپل پرزنټېشن د ښه کولو لپاره غږیز یا تصویري توکي کاروئ نه داچې تاسې پرې خپل پرزنټېشن خراب کړئ. پاورپواینټ تل د غږیز یا تصویري شیانو لپاره نه وي. په خاص ډول که چېرې تاسې له وړاندې په دلچسپه موضوع باندې خبرې کړې وي.
تمرین وکړئ
د وخت د کمي په سبب ډېری خلک د پرزنټېشن تمرین یا بیاکتنه نه شي کولی. ریاضت او تمرین د پرزنټېشن د بریالیتوب کلي ده، او یا خو به دا وي، چې تاسې د ډېرو پرزنټېشنو ورکولو سره عادي شوي یاست، نو بیا ریاضت ته ضرورت نه لرئ. د پرزنټېشن له ورکولو مخکې د تمرین په وخت کې تاسې ته مالومېږي، چې چېرته کمی لرم او چېرته مساېل باید وڅېړل شي. غږیز یا تصویري فائل د موضوع مطابق په خپل وخت روان دی او که نه. دغه ډول ستونزې په ریاضت او تمرین سره حلولی شئ.
نن سبا په مباېل کې ویډیوګانې جوړول عام شوي دي، نو کله، چې تمرین کوئ د هغې ویډیو جوړه کړئ او بیا یې وګورئ، چې په کوم ځای کې مو غلطي کړې، چېرته مو باید توقف کړی وی، او چېرته باید کرار کرار تللی وی. یوه مهم ټکی دا هم په یاد لرئ، چې تمرین تاسې د اصلي پرزنټېشن څخه شل سلنه کم وي. پدې مانا، چې که چېرته ستاسې د پرنټېشن وخت د پنځوسو دقیقو شاوخوا وي، نو کوښښ وکړئ، چې تاسې یې په څلوېښت دقیقو کې پای ته ورسوئ ترڅو په اصل پرزنټېشن کې مو وخت اداره کړی وي.
 د بریالیتوب اندازه مالومه کړئ
دغه فکر خو به لږ څه عجیبه غوندې وي، خو د خپل بریالیتوب کچه له مخکې مالومولو سره حالات آسانېږي. د پرزنټېشن په جریان کې دخلکو بوختول او دلچسپي ښودل دا ښایي، چې ستاسې پرزنټېشن د بریا په لور روان دی.
مناسب لباس اغوستل
مناسب کالي اغوستل تاسې سره د پرزنټېشن په ښه پرمخ بېولو کې مرسته کوي. جامې باید پاکې او صفا وي، ډېر شوخ رنګ نه وي، چې د ناستو خلکو توجو متاثره کړي. لباس باید مسترېح وي. مثلاً که کومه ښځه په جګو پوند بوټانو کې ناراحته وي، نو نه دې په پخو کوي.
د کیسې شکل ورکړئ
د ناستو خلکو د دلچسپۍ او د برقراره ساتلو لپاره خپل پرزنټېشن د کیسې په شکل وړاندې کړئ.
خپله موضوع
د موضوع د معرفي کولو لپاره له یوې دلچسپې پېښې څخه پېل کولی شئ. دا هم په فکر کې مه راولئ، چې ناست خلک ستا د موضوع له اصطلاحاتو سره بلد دي. د هرې اصطلاح د وضاحت لپاره وړه اشاره مرسته کولی شي. که خپل پرزنټېشن د یوې کیسې په بڼه وړاندې کړې نو د ناستو خلکو د توجو وړ به وګرځي.
خبرې مو په حوصله وکړئ
خبرې واضح او کرار کرار وکړئ، که مو په پرزنټېشن کې کومې خبرې تکراري راتلې نو دا پدې مانا نه ده، چې تاسې دې تېزې خبرې وکړئ. اکثره وخت خلک د وېرې په قابو کې راوستلو لپاره ژر ژر خبرې کوي پدې سره ناستو خلکو ته څه په لاس نه ورځي. که مو پرزنټېشن ډېر تېز روان کړی وي او پوه شوی، چې له سره تېرېږي او چټک روان یم، نو لږه دمه واخلئ. دې کار لپاره لپاره یو ملګری پوه کړئ که چېرې چټک روان وئ، چې درته اشاره وکړي. هغه ته بار بار ګوره او خپل رفتار چک کوه.
خلاصه او پایله
که چېرې مو د پرزنټېشن وخت پای ته رسېږي او موضوع مولا پاتې ده، نو پریېږده، باقي د نورو خلاصه وړاندې کړه. خپلې خبرې په داسې ځای کې پای ته ورسوه، چې د ناستو خلکو ذهنونه پرې ورسېږي.
ناست خلک شامل کړه
د پرزنټئشن مانا دا نه ده، چې فقط تاسې به خبرې کوئ او نور ته به د خبرو موقع نه ورکوئ. د پرزنټېشن د دلچسپه کولو لپاره پکار ده، چې د سامعینو سره خبرې وکړئ. داسې نه وي، چې ستا او د سامعینو تر منځه دیوال وي؛ دوی سره مخامخ خبرې وکړئ او د سترګو تماس ورسره قایم کړئ. په هیچا خپل نظر مه تپئ بلکه په هر یو دامحسوس کړئ، چې تاسې ورسره مخاطب یي. پرزنټېشن په جریان کې له ناستو خلکو ځینې پوښتنې وکړئ یا هغوی ته دپوښتنې موقع ورکړئ او تاسې لنډ ځواب ورکړئ. په دغه شان ستاسې پرزنټېشن له ښه نه ښه کېدی شي.
اخستنې:

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی