چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د جیلي نسخه / عبدالباري جهاني

د جیلي نسخه / عبدالباري جهاني

د مخلص په نوم یو څوک وو زموږ په ښار کي

هم شاعر وو هم ظریف په کندهار کي

پلار یې نوم عبدالروف وو باندي ایښی

نه یې نظم نه یې علم وو پرې ایښی

نه یوازي په قلم کي قدرتمند وو

ښه آواز وو خدای ورکړی هنر مند وو

په ښایسته وه د یارانو مجلسونه

تاوده کړي یې د ساز وه محفلونه

یوه ورځ د یوه خان کره مېلمه وو

ټول مجلس لکه څراغ په ښایسته وو

پر سترخان باندي پراته وه سالنونه

رنګ په رنګ یې وه اوډلي نعمتونه

درې څلور رنګه پاخه وه پولاوونه

سر پر سر تاوده راتلله کبابونه

لا تازه مېوې پرتې وې په رنګونو

شیرینۍ وې له جیلي تر پوډینونو

یوه ځوان مخلص ته ږغ وکړ له لیري

چي جیلي در څخه پاته نه سي چیري

مخلص وپوښتل څه ګټه لري ځوانه

چي را ږغ دي کړل له لیري له سترخانه

ویل ملا تینګوي څوک چي جیلي وخوري

پولاوونه کبابونه په درد نه خوري

محلص وویل ناکاره دي نسخه ده

زه چي ګورم دا دوا دي د کار نه ده

چي په غاب کي (…) خپل ځان نه سي ټینګولای

زما له ملا سره کومک نه سي کولای

یو جنرال چي خپل انګړ نه سي ساتلای

د دښمن ګوزار ته نه سي سپر کېدلای

شا ور واړوي غلیم ته په ځغستا سي

هم آسونه هم وسلې پاته تر شا سي

لا هم ځي په برندو سترګو تر بل ښاره

چي ساتم یې د دښمنو له ناتاره

د اوږده ژوندون همدا لویه فایده وي

هره ورځ یې یوه نوې ننداره وي.

د ۲۰۲۱ کال د آګسټ یوولسمه، ویرجینیا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب