چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د وروستیو جګړو له امله سلګونه زندانیان تښتېدلي دي

چارواکي: د وروستیو جګړو له امله سلګونه زندانیان تښتېدلي دي

تاند (چهارشنبه د اسد ۲۰مه) افغان چارواکي مني چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو جګړو له امله سلګونه زندانیان تښتېدلي دي.

د زندانونو چارو ادارې ویاند صفي الله جلالزي نن چهارشنبه وویل، په هغه ولایتونو کې چې جګړه روانه ده څه باندې زر زندانیانم له بندونو تښتېدلي دي. خو دا چې دغه بندیان د کومو ولایتونو له زندانونو تښتېدلي په هکله یې معلومات ورنه کړل.

نوموړي وویل دغه زندانیان اکثریت یې په جنايي جرمونو، د نشه يي توکو په قاچاق، اختطاف او په غلاوو تورن مجرمین و.

د هغه په خبره چې له بندونو څخه د زندانیانو په تېښتې سره به په ټوله کې د جنايي او جرمي فعالیتونو ګراف پورته شي.

صفي الله جلالزي زیاته کړه حکومت د امنیتي وضعیت په ښه کېدو سره د تښتېدلو زندانیانو د بیرته نیولو په لټه کې دی.

د یادونې چې ده چې د ځینو ولایتونو پر ښارونو د طالبانو تر بریدونو وروسته یو شمېر بندیان له محبسونو څخه تښتېدلي دي.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي لیدل کېږي چې د تخار، کندز او شبرغان له زندانونو ګڼ شمېر زندانیان خوشې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب