سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهروسيې،تاجکستان او ازبکستان يوځل بيا د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي...

روسيې،تاجکستان او ازبکستان يوځل بيا د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړل

تاند (چهارشنبه د اسد ۲۰مه) د هېواد په شمال کې د طالبانو لاسته د څو ښارونو له لوېدو وروسته، د افغانستان پولې ته نږدې د روسیې، تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ځواکونو ګډ پوځي تمرینونونه ترسره کړي دي.

د دغو هېوادونو چارواکو ویلي،چې دغه پوځي تمرینونه د افغانستان وضعیت ته په کتو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د چمتوالي په موخه ترسره شوي دي.

دا په تېره یوه میاشت کې دویم ځل دی،چې روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان پولې ته نږدې دغه شان ګډ پوځي تمریونونه ترسره کوي.

په دغو تمرینونو کې ۲۵۰۰ سرتېرو له سلګونه زغروالو موټرو، شوبلو او ۲۵ چورلکو سره ګډون کړی و.

د تاجیکستان دفاع وزیر شيرعلي ميرزاوف وايي، چې د افغانستان حالات د اټکل وړ نه دي او دوی د هر ډول شرایطو پر وړاندې چمتو دي.

بل خوا د ازبکستان لوی درستیز شوکرات خال محمدوف رسنیو ته ویلي چې:” روان وضعیت دې ته اړتیا لري،چې ټول هوښیار واوسو او خپلې جنګي وړتیاوې وساتو.”

د روسیې تر ټولو لویه بهرنۍ پوځي اډه په تاجیکستان کې ده او تر دې وړاندې یې هم ویلي دي،چې که اړتیا شي له ګواښونو سره به د مقابلې لپاره له همدغې پوځي اډې کار واخلي.

په دې وروسیتو کې د طالبانو پلاوي روسیې او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته په خپلو سفرونو کې دغو هېوادونو ته ډاډ ورکړی دی،چې د دې ډلې له لوري به دغو هېوادونو ته زیان ونه رسېږي، خو داسې ښکاري چې دغه هېوادونه د طالبانو په خبرو باور نه لري او له وړاندې د احتمالي ګواښونو پروړاندې خپل چمتوالی نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب