سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهجرمني او هالنډ د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو بهیر ودروه

جرمني او هالنډ د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو بهیر ودروه

تاند(چهارشنبه، اسد٢٠) – په افغانستان کې د روانو جګړو له امله جرمني او هالنډ د لنډې مودې لپاره افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر ودروه.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه پرېکړه يې د افغانستان د بې ثباته امنیتي وضعیت له امله کړې ده.

دغه راز هالنډ هم افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهير د شپږو میاشتو لپاره هم وځنډاوه.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په باور، په چټکۍ سره د طالبانو له لوري د سيمو نيول د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر ناشونى کړى دى.

له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتو سره له تېرې مې مياشتې راهيسې وسله والو طالبانو د سىيمو د نيولو په موخه بريدونه پيل کړي چې ملکي وګړو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز په افغانستان کې د جګړې په تودېدو سره په کور دننه او بهر د افغانانو د کډوالۍ بهير پيل شوى چې په خورا بد وضعیت کې شپې او ورځې سبا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب