سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهامرخېل: امریکا دې د دوحې پر تړون بيا کتنه وکړي

امرخېل: امریکا دې د دوحې پر تړون بيا کتنه وکړي

تاند(چهارشنبه، اس ٢٠) – د ننګرهار والي وايي، د دوحې تړون پر اساس خوشې شوي طالب بندیان عملاً جګړه کوي او پکاره ده چې امریکا پر دې تړون له سره کتنه وکړي.

والي ضیاالحق امرخېل پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه غوښتنه يې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي د استازې سیاسي مرستیالې مټه نودسن سره د ليدنې پر مهال کړې ده.

هغه وویل: “وسله وال طالبان، داعش او القاعده شبکه په افغانستان کې د جګړې په موخه له یو ادرس او د یو هدف لپاره تمویلېږي چې د دوی له منځه وړل د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ له منځه وړل دي، د دوحې تړون له مخې ازاد شوي پنځه زره طالبان عملاً جګړه کوي هيله ده چې امريکا د دوحې په تړون بيا کتنه وکړي.”

امرخېل دغه راز په دغه ليدنه کې غوښتنه کړې، چې پر وسله والو طالبانو دې فشار راوړل شي، څو د مذاکراتو پروسه ګړندۍ کړي.

د هغه په خبره ګاونډي هېوادونه باید قانع کړای شي، د ځان او افغانانو لپاره با ثباته او پرمختللی افغانستان ومني څو د طالبانو ملاتړ پرېږدي چې جګړه پای ومومي.

د ننګرهار والي ضيا الحق امرخېل داسې مهال د دوحې پر تړون د بيا کتنې او وسله والو طالبانو د ځپلو غوښتنه کوي چې دمګړى د هېواد په شمال، لويديځ او سويل کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو سختې جګړې روانې دي.

نن سهار ولسمشر غني د يو پلاوي په مشرۍ بلخ ته تللى و چې سيمه ييزو چارواکو سره يې د وسله والو طالبانو پر ضد د جګړې لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.

کابل ته له راتګ مخکې ولسمشر غني په شمال کې د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره ګډ امنیتي کمېسیون جوړ کړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري وايي، دا کمېسیون به په شمال زون کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو د مرکز په توګه کار کوي.

اميري زياته کړه، دغه کمېسیون ته دنده سپارل شوې څو ولسي پاڅون کوونکي جذب، افغان امنیتي ځواکونه سمبال او د طالبانو پر ضد په ټول شمال کې عملیاتونه پلان او رهبري کړي.

د هغه په خبره ياد کمېسیون به سر له ننه کار پيلوي.

ولسمشر غني بلخ کې له مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، جمعه خان همدرد او محمد محقق سره کتلي او ترې غوښتنه ترې وکړه څو د وسله والو طالبانو پر ضد خپل رول ولوبوي.

له ولسمشر سره له غونډې مخکې مارشال عبدالرشید دوستم طالبانو ته ګواښ وکړ چې له منځه به يې يوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب