سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهننګرهار: پولیسو ۱۳نیم ټنه نشه يي توکي او کیمیاوي مواد وسوځول

ننګرهار: پولیسو ۱۳نیم ټنه نشه يي توکي او کیمیاوي مواد وسوځول

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۰) ننګرهار کې پولیسو نیول شوي ۱۳ نیم ټنه نشه یي توکي او کیمیاوي مواد وسوځول.

مسوولان وایي، چې دا مواد پولیسو له تېر ۱۳۹۸ کال نه تر دې ۱۴۰۰ام کاله پورې ترلاسه کړي وو او نن یې د دې ولایت په سرخ دېوال سیمه کې وسوځول.

د کورنيو چارو وزارت نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت دفتر رئيس فريدون حيدري وایي، په یادو موادو کې هيرويين، مت اميتامين، تارياک، چرس، بنګ ،خشخاش، الکولي مشروبات، کيمياوي مواد او نور توکي شامل و.

حیدري زیاته کړه، چې دې نشه يي توکو سره يې ۲۲۰ تنه،  ۴۵ عرادې موټرې هم نیولي دی.

نوموړي وويل، چې دا نشه يي توکي او کيمياوي مواد يې د محکمې له حکم وروسته وسوځول.

دا نشه یي توکي داسې مهال وسوځول شول، چې اوس هم د دې ولایت اوسېدونکي دنشه یي توکو له ښکاره پلور نه شکایت لري.

دوی وایي، په ښار او ولسوالیو کې په ښکاره نشه يي مواد پلورل کېږي خو پولیس یې مخه نه نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب