سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا بيا د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بيا د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي

تاند(چهارشنبه، اسد٢٠) – د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې د اوربند رامنځته کولو، تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت په اړه بحث کېږي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر دغه خبره په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت له شارژدافیر ‘راس ولسن’ سره په کتنه کې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزیر په ښارونو د طالبانو د بریدونو او په بیلابیلو برخو کې د خلکو د وژنې سمدستي پای ته رسېدو او له کابل څخه د واشنګټن د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز ښاغلي اتمر د اوربند په رامنځته کولو، د خبرو اترو پیل، د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت په اړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې غونډې کې پرې بحث کېږي، د خبرو اترو او د نظریاتو تبادلې پر اهمیت ټینګار وکړ.

خو خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راتلونکې غونډه کله جوړېږي.

د هېواد بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څخه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونکو او جنګي جنایتکارانو د محاکمې غوښتنه هم وکړه.

په ورته مهال د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیر په افغانستان کې د بشري حقونو ښکاره سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د افغانانو هيلو سره سم د تاوتریخوالي پای ته رسولو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د امريکا له لوري ډاډ ورکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د روان اسد مياشتې په ۱۵مه د افغانستان په اړه جوړه شوې بېړنۍ غونډه کې وویل، چې د افغانستان جګړه یوه خونړي او ویجاړوونکي پړاو ته رسېدلې ده.

دغې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشرې ډیبرا لاینز تر ډېره طالبان د وضعیت په خرابېدو ګرم وبلل او ویې ویل هغې ډلې چې د خبرو له لارې یې د افغانستان د جګړې د حل ژمنه کړې ده باید د ملکي وګړو ژوند په خطر کې نه وای اچولی.

مېرمن لاینز ويلي، یوازې په تېره یوه میاشت کې چې د طالبانو حملې سختې شوي زر تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.

مېرمن لاینز زیاته کړه، که د افغانستان د روان ناورین مخه همدا اوس ونه نیول شي نو ناوړه عواقب به یې له سرحدونو وړاندې ولاړ شي: “نن دا فرصت لرو چې د ناورین یوه حالت ته د افغانستان د کېوتو مخه ونیسو. په ډاډ سره ویلای شم چې داسې یو ناورین به د افغانستان له سرحدونو وړاندې هم ناوړه عواقب ولري. زه باور لرم چې امنیت شورا او په ټوله کې نړیواله ټولنه کولای شي د ډېرو ناوړه احتمالاتو مخنیوی وکړي.”

ياده دې وي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره د تېرې جمعې د ورځې بېړنۍ غونډه د افغانستان په غوښتنه او د هند په نوښت چې د امنیت شورا دوره یي مشري کوي، جوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه غونډه کې د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو او نورو هېوادونو استازو د افغانستان په روانو جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب