سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهراشدخان د جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته مرسته را...

راشدخان د جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته مرسته را ټولوي

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۰) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ اچوونکي راشدخان په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو راټولو لړۍ پیل کړه.

په دې وروستیو کې د هېواد له ګڼو سیمو د جګړو له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي، چې آن تر مرکز کابله هم رارسېدلي دي او په سختو حالاتو کې ژوند لري.

راشدخان لیکلي، دا زموږ ملي وجیبه ده، چې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړو او په سختو حالاتو کې ورسره مرسته وکړو.

نوموړی وایي ډېری هېوادوال چې پر کرکېله پايي اوس ترې جګړې هرڅه واخيستل او په سختو حالاتو کې بې برخلیکه ژوند لري.

راشدخان زیاتوي: « زموږ او ستاسو لږه مرسته د یوې کورنۍ د یوه ماښام خواړه تیاروي نو لطفآ مه یې دریغوئ او د کورنۍ غړي او دوستان مو مرستې ته وهڅوئ. ممکن د یوې پیالې چاې په بیه زموږ یو بې کوره هیود وال یو وخت ډوډۍ ترلاسه کړي.»

په ورته وخت کې بل افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل هم بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو د راټولو لړۍ پيل کړې ده.

د کرکټ ملي لوبغاړي داسې مهال د جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو د راټولولو لړۍ پيلوي، چې تازه افغان حکومت هم د حج او اوقافو وزارت ته امر کړی، چې په کابل کې د بې ځایه شویو کډوالو پرمخ د جوماتونو دروازې پرانیزي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، د کابل ټولو امنیتي حوزو ته هم امر شوى، چې په دې برخه کې هيڅوک په جوماتونو کې د خلکو د ځاى پر ځاى کولو مخه نه شي نيولى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب