تاند(چهارشنبه د اسد ۲۰ مه) طالبانو نن سهار یو ځل بیا د کندهار ښار په مرکزي سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر کمربندونو بریدونه پېل کړل او ښار ته یې د ننوتو هڅه وکړه، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وایي،چې طالبانو د کندهار ښار په اوومه، نهمه او پنځلسمه حوزه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د چارواکو په وینا، د امنیتي ځواکونو د مقاومت په پایله کې ۱۵ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
اخوا طالبان ادعاکوي، چې د کندهار ښار په درېیمه، شپږمه، او پنځلسمه حوزه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونو پېل کړي.
دغې ډلې ادعا کړې ده،چې په اوومه او اتمه حوزه کې یې د کندهار محبس له څلورو لورو کلابند کړی دی.
بل خوا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار میرویس روغتون ته د جګړو له سیمو دوه مړي او ۴۷ ټپيان وروړل شوي دي.
د میرویس روغتون رییس محمد داوود فرهاد وايي،چې وروړل شوي مړي د ملکیانو دي او په ټپیانو کې هم ۱۴ملیکیان شامل دي چې ۱۱یې ښځې او ماشومان دي.
طالبانو په داسې حال کې یوځل بیا پر کندهار ښار خپل بریدونه پېل کړي دي، چې څه موده وړاندې يې هم یوځل د کندهارښار د نیولو په نیت پراخ بریدونه وکړل،خو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو له مقاومت وروسته بېرته شاتګ ته اړ شول.