شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهصالح: کابل ته راغلي بېځایه شوې کورنۍ په جوماتونو کې ځاى پرځاى...

صالح: کابل ته راغلي بېځایه شوې کورنۍ په جوماتونو کې ځاى پرځاى کېږي

تاند(چهارشنبه، اسد٢٠) – د افغانستان د ولسمشر لومړى مرستیال امرالله صالح وايي، حج او اوقافو وزارت ته يې لارښوونه کړې چې د روانو جګړو له امله کابل ته راکډه شوي کډوال د ښار په جوماتونو کې ځاى پرځاى کړي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، د کابل ټولو امنیتي حوزو ته هم امر شوى چې په دې برخه کې هيڅوک په جوماتونو کې د خلکو د ځاى پر ځاى کولو مخه نه شي نيولى.

صالح وویل: “همدا اوس مې د حج او اوقافو ښاغلي وزیر ته لارښوونه وکړه چې د طالب د ظلم او وحشت له امله کابل ته د راغليو زمونږه ټولو بېځایه شويو هېوادوالو پرمخ د جوماتونو دروازې پرانېزي. د پولیسو ټولو امنیتي حوزو ته امر کېږي چې هيڅوک نه شي کولاى چې جوماتونو ته د دغو اړمنو کورنیو د ننوتو مخه ونیسي. د هيڅ انسان زړه نه شي کولاى د سوځوونکي آسمان لاندې د ښځو او ماشومانو بوږنوونکې صحنې تحمل کړي. درنو بېځایه شويو وطنوالو! کابل ستاسو کور دى. زمونږ کورونه ستاسو پرمخ خلاص دي، تر ټولو نږدې جومات کې ځانونه ځاى پر ځاى کړئ.”

په همدې حال کې د افغانستان د ملي ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان پر افغانانو غږ وکړ چې د خپلو بېځایه شويو هېوادوالو لاسنیوى وکړي.

هغه وویل:” زموږ او ستاسو ملي او اسلامي وجیبه دا وخت له خبرو ډېر د عمل برېده ته رسېږي. ډېر هېوادوال چې پر کرکیله پایي جګړو ترې هر څه پاتې کړي او بې برخلیکه بېلابېلو سیمو کې کډوال دي. زموږ او ستاسو لږه مرسته د یوې کورنۍ د یوه ماښام خواړه تیاروي نو لطفاً مه یې دریغوئ او د کورنۍ غړي او دوستان مو مرستې ته وهڅوئ. ممکن د یوې پیالې چاې په بیه زموږ یو بې کوره هېوادوال یو وخت ډوډۍ ترلاسه کړي.”

په شمالي ولایتونو کې د وروستیو جګړو او د طالبانو په لاس د ځینو سيمو سقوط له امله په تېرو څو اوونيو کې د کابل ښار شمالي سیمو ته زرګونه کسان راکډه شوي او اوس په خورا بد وضعیت کې شپې او ورځې سبا کوي.

ويل کېږي اکثره دغه کډوال د تخار، کندز، بغلان، سمنګان او فاریاب ولایتونو څخه کابل ته راکډه شوي دي.

امرالله صالح دغه راز وړمه ورځ هم ويلي و چې د دغو کډوالو سره د مرستې لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب