موږ چې خوب وينو٬ په دې نه پوهېږو چې خوب دی او که دا هر څه په رښتيا پېښېږي. خوب ليدونکی٬ په هغه شېبه کې هر څه واقعيت ګڼي. خوب ليدونکي ته دغه واقعيت تر هغه سراب ليدونکي ډېر رښتينی وي چې په يوه دښته کې د اوبو ګومان پرې کوي؛ ځکه سراب ليدونکی په زړه کې يو څه خو پوهېږي چې په دښته کې اوبه له کومه شوې.
دغه مسله که د يوه سړي په خوب کې پېښه شي٬ کوم پرابلم نه زېږوي؛ ځکه٬ چې سړی ويښ شو يا ويښ کړای شو٬ نو پوه شو چې رښتيا نه و خوب و. قضيه هغه وخت ستونزمنه کېږي چې يو قوم خوب ويني او دا هر څه يو واقعيت ور ښکاري. ټول چې خوب وينو٬ نو له دې به مو څوک خبروي چې موږ ويده يو او خوب وينو؛ ځکه دلته دوه خبرې دي: يو٬ د قومونو خوب د فرد د خوب غوندې نه وي٬ اوږد وي او کله نا کله پېړۍ٬ پېړۍ وخت نيسي. ټول قوم چې ويده وي٬ نو ويښوي به يې څوک؟ دا د يوه قوم د خوب دوهمه خبره ده.
موږ چې اوسمهال د سياسي ويښتابه او بيدارۍ چيغې وهو٬ فکر کوو ويښ شوي يو. خو لږ تامل به ښه وي. څنگه خبر شوو چې موږ ويښ شوي يو؟ د دې ځواب که موږ دا ورکړو چې زموږ له اوسني چلنده برېښي چې موږ ويښ شوي٬ نو له دوو پوښتنو سره مخ کېږو: يو٬ د دغه چلند پنځوونکي څوک دي؟ که ځواب دا وي چې موږ؛ نو موږ په ځان څنگه باور وکړو چې ويښ شوي يو؟ ممکن دغه چلند مو هم د خوب يوه برخه وي. دوهمه پوښتنه دا ده چې آيا د دې چلند بله توجيه هم کېدای شي او که نه؟
زه وايم چې هو؛ او را روانې کرښې به د همدې اجمالي ځواب٬ تفصيل وي.
لومړی به دا ومنو چې موږ را ويښ شوي يو٬ تر څو زموږ د چلند دوهمه يا زما له انده توجيه شونې شي.
په هېواد کې د تاوتريخوالي په زياتېدو٬ هر ويښ ولس هڅه کوي چې له خپل اجتماعي نظم او خپلې ټولنې دفاع وکړي. د دفاع لومړۍ لاره ملي پاڅون ده. موږ هم ملي پاڅون وکړ٬ ځکه اړتيا يې وه او بايد شوی وای. خو دغه پاڅون موږ ونه کړ٬ بلکې پر موږ يو چا وکړ. موږ يې په نيمه شپه کې بامونو ته وخېژولو٬ چيغې يې را باندې ووهلې او چې بېرته راښکته شوو٬ ځان مو ډېر ارامه احساس کړ او ته وا له اوږو مو دروند پېټی لرې کړی وي. هغه شپه ښه بېغمه ويده شوو او تر سهاره ويده شوو٬ ځکه موږ ته ويل شوي وو چې ملتونه پاڅون کوي٬ موږ وکړ٬ نو اوس بايد کرار ويده شوي وای. سهار مو چې په خواله رسنيو دا ولوستل چې افغانانو ډېرې سختې چيغې ووهلې او له خپلو اتلانو يې ملاتړ وکړ٬ نو دا چې موږ يې هم يوه برخه وو نو ځانونه ډېر لوی وطنپاله راته واېسېدل.
دا موږ ټول منو چې زموږ دښمن ډېر هوښيار دی او دغه ((ملي پاڅون!)) زموږ د دښمن يوه ډېره کاميابه کارنامه وه.
تر دې وروسته٬ زموږ همدې هوښيار دښمن احساس کړه چې تر ملي پاڅون وروسته هر ملت د عملي مبارزې لپاره لاس او پښې وهي؛ نو ښه به وي چې افغان ملت هم عملي او ملي مبارزه وکړي. د دې موخې لپاره دښمن دوه سريښې کلمې په لاس راکړې او له همدې سره يې وخت کړو. د ملي مبارزې لپاره روحيه پکار وي او زموږ بوختيا چې ممکن لږ وخت وروسته پيکه شوې وای٬ يو سپېڅلی نوم يې ورکړ او ملي جهاد يې وباله. مخکې چې موږ هسې د ساتېري لپاره له دې دوو سريښو کلمو سره لوبېدلو؛ اوس راته يو سپېڅلی رسالت ښکاره شو. په دې سپېڅلې مبارزه او ((ملي جهاد!)) کې موږ ښه د زړه له اخلاصه ونډه واخيسته او د عامو خلکو ترڅنګ ډېر ځان-هوښيار-بوله اشخاصو هم د برکاتو په دې سيند کې ښه تر ډېرو او ښې ژورې غوپې ووهلې.
موږ چې په دې کې بوخت وو؛ نو دښمن څه کول؟ دښمن د خپلو اهدافو د ترلاسي لپاره لا زياتو هلو ځلو ته لاس کړ او تر خپله وسه يې ښه ورانی وکړ.
زموږ دښمن د دې دوو چلونو په مټ زموږ د بوختولو ترڅنگ يوه بله لاسته راوړنه هم لرله او هغه دا چې زموږ پام يې را بدل کړ. موږ يې د خپلې ماڼۍ بام ته وخېژولو او له موږ نه يې چې بام ته ختلو ته مو ډېره سخته تلوسه وه٬ دا هېر کړل چې دغه بام خپلې وروستۍ سلګۍ وهي او نږدې ده چې چپه شي. دغه بام نازک کړی زموږ دښمن و٬ خو اوس يې د راچپه کولو ذمه هغو کسانو اخيستې وه چې پخپله زموږ په منځ کې اوسېدل. هغه چې په اصل کې د لرګيو چينجيان وو٬ خو د انسان جامه يې په تن کړې وه. دغه ډله اوس لګيا ده د هغه بام ستنو ته يې داړې سيخې کړې چې موږ يې پر سر ولاړ يو او خپل ملي جهاد کوو.
دغه موضوع به له تشبيهاتو٬ ساده پښتو ته را وباسم. دښمن اخته کړو٬ زموږ توجه يې ډېرو لويو او لوړو ځايونو ته واړوله او وړې٬ وړې خبرې يې رانه هېرې کړې. موږ چې له ملي پاڅون وروسته٬ ملي جهاد کړی وو٬ دښمن پرېښودلو او خپلو نورو شومو اهدافو ته يې مخه کړه. موږ اوس ډېر ارامه يو؛ ولې؟ ځکه ملي جهاد مو روان کړی؛ بل خوا دښمن په فساد کې ښه بريالی دی.
دښمن چې فساد کوي٬ نو په منځ کې به يې زموږ يو کوچنی موچنی فساد څه خزان راولي. موږ کې هم ځينو ملي فساد ته مخه کړه. د جنگ په سيمو کې يې د هر څه بيې څلور يا شپږ … چنده کړې؛ يوه ډوډۍ په شپېته افغانۍ خرڅوي او يو من روميان په ۵۰۰ افغانۍ ورکوي. بل خوا هغه سيمې چې هلته نسبتا امن دی٬ د کورونو کرايې څو چنده شوې او د بار وړونکو موټرونو څخه د اعظمي مفاداتو لپاره همدا موقع ښه ور تر سترګو شوې. د شوي چور او چپاول په يادولو خو مې ګوتې هم لړزېږي.
ښه نو موږ (د دې وطن اصلي بچيان) چېرته يو؟
موږ ته دښمن را پام کړي چې ملتونه ملي پاڅون کوي٬ ملي جهاد کوي او په نهايت کې دا چې ملتونه خپلې ستونزې او ربړې له پورته را حلوي. په دې اساس٬ دمگړۍ زموږ سترگې او فکرونه پورته خواته دي او دا چې زموږ ښي٬ کيڼ٬ مخ او لاندې خواته څه روان دي٬ ترې ناخبره يو او اصلا د دې اړتيا هم نه احساسوو چې شاوخوا ته وګورو. لا بده يې دا چې په دې هر څه کې اصلي دښمن رانه هېر دی او موږ په دې خوشالي کې اخته يو٬ ګنې را ويښ شوي يو او حالات مو د بدلون په لور رهي شوي.
په تلو٬ تلو کې به دا هم ووايم چې دغه مقاله مې درې ورځې وځنډېدله؛ لوی لامل يې دا وو چې د نړۍ په تاريخ کې مې هېڅ داسې مثال ونه ليده چې زموږ له ملي پاڅون سره شباهت ولري او نه مې د معاصرې نړۍ په تاريخ کې داسې شواهد وموندل چې زموږ د ملي جهاد په څېر کومه بېلګه تېره شوې وي. نو٬ که موږ را ويښ شوي هم يو٬ شکر نه شو ويستلی٬ ځکه له واقعيتونو ډېر لرې چلند او د بل له لوري تپل شوی چلند مو خپل کړی؛ خو که ويده يو او دا هر څه خوب وي٬ نو بيا دې هر څه روان وي٬ چې کله را ويښ شوو٬ هر څه به پخپل حال او روغ وي. بس يو لوی استغفار به ووايو او په شيطان به ور لعنت کړو چې داسې شوم خوب يې را وليد.
د هغه مېلمه په څېر چې خپله خبره د وره په لخکي کې بشپړوي٬ زه به هم يوه اخري خبره٬ نه يوه پوښتنه وکړم٬ چې د ميرويس نيکه لښکر د ګرګين په خلاف په ملي پاڅون کې د الله اکبر دنعرو لپاره غرونو ته ختلی وو او که هغوی هم له بامونو استفاده کړې وه او بله دا چې د هغوی د ملي جهاد دوه سريښې کلمې څه وې او د خپرولو لپاره يې له کوم پلټفارم نه استفاده کړې وه؟
رحمت شاه فراز